18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیا کې د دوو خونړیو پېښو مخه ونيول شوه

کابل/باختر/ د وږي ۲۷مه هوايي ځواکونو د پکتیا د زرملې ولسوالۍ...

يو انس سره زر په ١٥٠٠ډالرو پلورل کېږي

کابل/باختر/ د وږي٢٧مه په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زر...

په ننګرهارکې سلګونو کورنيو روغتيايي اوبو ته لاسرسى پيدا کړ

کابل/باختر/ د وږي ۲٧مه په ننګرهارکې سلګونو کليوالي کورنيو روغتيايي اوبو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني: د کابل سیند د مدیریت پروژې دویم پړاو دې پیل شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دثور ٣٠مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابل سیند د مدیریت پروژې د کار د تعقیب غونډه نن سهار په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ، ترانسپورت او د ښار جوړولو او ځمکو وزارتونو، دکابل ښاروالۍ او د کابل ولایت مسوولینو د کابل سیند د مدیریت پروژې په اړه د خپلو کړنو راپور جمهوررئیس ته وړاندې کړ.
یادومسوولینو وویل، د کابل د سیند هایدرولوژي او توپوګرافي کار او د دغه سیند په مسیر کې د ۱۶ پلونو ډیزاین بشپړ شوی او دغه رازله وروسیتو سېلاب ځپلو سره چې کورونه یې ویجاړ شوي همکاري دوام لري.
د هېواد جمهوررئیس د مسوولینو اجرااتو او معلوماتو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د اړوندو ادارو ترمنځ د کابل سیند د مدیریت پروژې د تطبیق په برخه کې لا زیاتې همغږۍ ته اړتیا ده او له هغوی څخه یې د منظمو او اوونیزو راپورونو غوښتنه وکړه.
جمهوررئیس غني د کابل سیند د مدیریت په خاطر د هغه د حریم تعین، تثبیت، تصفیه او د هغه د ساحې ډیزاین ارزښتناک وباله او وې ویل، د کابل سیند د پروژې مدیریت راتلونکو پړاوونو کې د پلانونو وضاحت ته اړتیا لرو.یادو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه  چې د کابل سیند د احیا او بیا رغاونې پلان له بشپړیدو وروسته به د مطبوعاتي کنفرانس له لارې په هغه اړه له خلکو سره معلومات شریک کړي.
د هېواد جمهوررئیس د کابل سیند پروژې په مدیریت کې د ښکيلو بنسټونوله مسوولینو څخه وغوښتل چې د کابل سیند په سرچینو کې دې د بندونو جوړول په پام کې ونیسي. هغه زیاته کړه هر ارګان لپاره دې بودجه واضح شي او د پروژې دویم پړاو دې عاجل پیل شي.
جمهوررئیس غني د دغې پروژې د ښې همغږۍ او مدیریت په خاطر د کابل والي ته لارښوونه وکړه چې د کابل سیند د مدیریت پروژې عمومي مدیریت پر غاړه واخلي.
پاى- فضل واحد

 

Last modified on Monday, 20 May 2019 11:10

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.