23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اته وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

اته وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر نن سهار د پکتیا د...

په ننګرهار کې درې داعشیان ووژل شول

په ننګرهار کې درې داعشیان ووژل شول

کابل/ د تلې لومړۍ / باختر د ننګرهار د اچین ولسوالۍ...

د هېواد په ختیځ کې نظامي تجهیزات ترلاسه شول

د هېواد په ختیځ کې نظامي تجهیزات ترلاسه شول

کابل/ د تلې لومړۍ/ باختر د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور رئیس حامد کرزی له امریکا څخه هېواد ته راستون شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دتلې ٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی چې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسامبلې په ۶۷مه غونډه کې د ګډون په موخه تېره یکشنبه د تلې په دویمه نېټه د امریکا د متحده ایالاتو د نیویارک ښار ته تللی و، نن ماښام هېواد ته راستون شو.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسامبلې په غونډه کې د هېواد جمهور رئیس د خپلې وینا په ترڅ کې وروستیو نړیوالو پېښو ته اشاره وکړه، ویې ویل چې نړۍ د یو شمېر متعصبو وګړو د اخلاقي کمزورتیا له امله لړځیدلې ده، دا ځکه چې دوی په نړۍ کې د څه د پاسه یونیم میلیارد مسلمانانو د عقیدې پر خلاف له سپکاوي نه ډکې کړنې ترسره کړي دي.
حامد کرزي دغه پېښې وغندلې او ویې ویل چې دا ډول کړنې که د یو فلم د تولید یا د کاریکاتورونو د خپرېدو په بڼه وي او یا هم که د توهین اولمسونې نور اقدامات وي؛ د بیان د آزادۍ په توګه هېڅکله هم توجیه کیدلای نه شي. 
د هېواد جمهور رئیس دېته په اشارې سره چې د ترورېزم مرکزونه د افغانستان له پولو اخوا دي، وویل: ترورېزم زموږ په کلیو او ښارګوټو کې نشته او هېڅکله یې پخوا هم شتون نه درلود. د ترورېزم سرچینې او د ملاتړ مرکزونه ټول د افغانستان له سرحدونو څخه د باندې دي.
دغه راز حامد کرزي له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو په اړه وویل: موږ له پاکستان سره  د ورورګلوۍ په فضا کې خپلو اړیکو ته پوره ژمن یو، خو له  په هغو ننګونو هم خبريو  چې ښايي زموږ تر منځ د اعتماد او باور فضا ترینګلې کړي، لکه په دې وروستیو کې د افغانستان پر کلیو راکټي بریدونه، چې کولای شي د افغانستان او پاکستان تر منځ د ګډ امنیت لپاره روانو هڅو ته سخت زیان ورسوي.
حامد کرزي په دې سفر کې د ملګرو ملتو  د سازمان په ۶۷ مه غونډه کې پر ګډون سربېره د ملګرو ملتو له سرمنشي ښاغلي بانکي مون، د پولنډ او پاکستان له جمهورو رئیسانو، د بریتانیا له صدراعظم، د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیرې او یو شمېر نورو چارواکو سره په جلا جلا توګه وکتل.
په دغو کتنو کې په افغانستان کې د سولې د بهیر، د امنیتي مسؤولیتونو د دليږدونې دبهير راتلونکو انتخاباتو او په افغانستان او سیمه کې د ترورېزم او افراطیت پر خلاف د مبارزې په اړه خبرې اترې وشوې.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.