15 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ناتو دانتخاباتو دبهير په تامينولو کې همکاري کوي .

کابل باختر دوږي ٢٤مه : دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ادريس...

شپږ تنه په جوزجان کې ووژل شول .

کابل باختر دوږي ٢٤مه : شپږ تنه وسله وال طالبان تېره...

په فارياب کې طالبانو ته د سر زيان واوښت .

کابل باختر دوږي ٢٤مه : نهه وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د غويي د مياشتې ٣۱مه
په هېواد کې روان حالات ټول په ملي ګټو پوهيدو ته رابولي، په دغه شان حالت کې بايد د هر راز کړکيچ د رامنځته کېدو مخه ونيسو او د ملي تصميم نيونو لپاره لاره  پرانيستۍ وساتو.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
په ولسي جرګه کې وروستۍ ناندرۍ او ناخوالې او د لنډمهال حکومت پر جوړولو باندې د يوې ډلې سياست والو ټينګار په هيڅ نامه د توجيه وړ نه دی او نه شي کولاى         په هېواد کې د اوسنيو ستونزو د غوټې خلاصوونکی وي.
د استازو د مجلس د نوي رئيس د انتخاب په باب په ولسي جرګه کې وروستيو ناخوالو         او کړکيچونو يو ناوړه حالت رامنځته کړى دى چې د کرکې له زياتوالي پرته به بله  پايله ونلري.
د پارلمان د نوي رئيس د انتخاب او يا رد پرسر جنجال هغه هم په داسې ځاى کې چې په خپله قانون جوړونکی دى او د قانون په چوکاټ کې د حکومت په اجرااتو څارنه لري، نه شي کېداى توجيه مننوونکي وي.
هغه کسان چې د قانون جوړونې لپاره مجلس ته راغلي دي، څه ډول کولاى شي د مجلس دروازه ماته کړي او د خونې په دننه کې ساتوونکي ووهي او وډبوي؟
که چيرې د قانون محتوا ته پاملرنه وشي، د ولسي جرګې د غړو ستونزه د حل وړ يوه ستونزه ده .
له بده مرغه د مجلس يوشمېرغړي دقوم او تبار په نامه دغه جنجال ته داخل شوي دي   چې دغه حرکت نه يوازې وګړني پشتيوانه نلري، بلکې دمجلس په دننه کې دکرکې د پارونې سبب کېږي. هغه کسان چې کمې رايې يې ترلاسه کړې دي او هغه کسان چې د برياليتوب ادعا لري، خو نور کسان په هغو نيوکې کوي، بايد په قانون تمکين وکړي او يوه بې طرف لوري ته وخت او واک ورکړي چې دغه ستونزه وڅيړي .
له نيکه مرغه يو زيات شمېر داسې حقوق پوهان په مجلس کې شتون لري چې کولاى شي قانون په ښه توګه تفسير کړي.
دا خبره د تکرار وړ ده: هغه کسان چې د مجلس د نوي رئيس د انتخاب په برخه کې  تاوتريخوالي او جنجال ته داخل شوي دي، نه شي کولاى ځان د قوم او تبار له نامه         څخه طرحه کړي. ځګه خلک په قانونمند کار باور لري او نور قومي اوسمتي مسئلې  په افغاني ټولنه کې يو رنګ بايللې خبره ده.
هيلې دا وې چې د ملي شورا د اوولسمې دورې وکيلانو د تېرو دورو له تورتمونو         او ناخوالو څخه تجربه اخيستې وي او له تېرو دورو څخه په متمايز ډول کار وکړي؛   نوې، ځوانې او انرژي لرونکي څيرې کولاى شي په تېرو ناخوالو خاوره وشيندي    او په يوې نوې مفکورې سره خپل کار ته دوام ورکړي. خو وروستيو پېښو وښودله  چې د ملي شورا د نوې دورې د بنسټ ډبره په ستونزو سره کيښودل شوه او خلک انديښنه لري چې د هغوى پنځه کلنه کاري دوره به څه ډول وي ؟
خو يو ټکى د بحث وړ دى ( د خلکو استازي بايد په دې پوه شي چې د روانو ستونزو          د حل لپاره په قانون له تمکين پرته بله لاره نلري)
بله مسئله چې کيداى شي د بحث وړ وي، د جمهوري رياست د نوماندانانو د شورا            دريځ دى.
دغه شورا چې له دولسو انتخاباتي نوماندانو څخه رامنځته شوې ده؛ د روان کال دغبرګولي د مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته د لنډ مهال حکومت پر رامنځته کولو        باندې ټينګار کوي او دليل راوړي چې ګنې له دغې نېټې وروسته د ملي وحدت د حکومت کار غير قانوني دى. په داسې حال کې چې د افغانستان سترې محکمې په هېواد کې د ډيړې لوړې قضايي مرجع په توګه د انتخاباتو د ترسره کولو تر وخته پورې د ملي وحدت د حکومت کار قانوني بللى دى.
خو اوس دا پوښتنه طرحه کېږي چې په داسې حالاتو کې چې هېواد له ګڼو ستونزوسره مخامخ دى او له اوسني بحران څخه تېريدل يوې پياوړې دولتي رهبرۍ او يوې ملي اجماع ته اړتيا لري، خو له بده مرغه زموږ سياست وال چې کافي تجربه هم لري داسي درېځ غوره کوي چې کولاى شي د دولت او د خلکو د روحيې د کمزورتيا سبب شي.
سياست وال خپله په دې پوهيږي چې لنډمهال حکومتونه د افغانستان په سياسي ډګر کې ناکامې تجربې دي او د سياسي او امنيتي جنجالونو له دوامدار کېدو پرته بله پايله نلري.
څومره به ښه وي چې سياست وال د ماجرا غوښتنو او له قضيو سره د سليقوي چلند پرځاى د چارو د سمون او په هېواد کې د روان بحران د حل کولو لپاره د واحد دريځ  د غوره کولو په فکر کې وي او يوې معقولې سياسي اجماع ته د رسيدو په فکر کې شي، ترڅو دولت د هغو سختو قضيو په حل کولو کې چې دخلکو له برخليک سره يې پيوند خوړل دى؛ له دولت سره مرستندوى او همکار شي.
پاى \ف\ ذ

Last modified on Wednesday, 22 May 2019 07:56
More in this category: « تبصره تبصره »

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.