دچين دولسي جمهوريت کمونست ګوند دمرکزي کميټې مرستيال دافغانستان ګټي يې دخپل هېواد دګټو په شان وبللې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي لومړي :
دهېواد دبهرنيو چارو وزير دچين دولسي جمهوريت دکمونست ګوند دمرکزي  کميټې دنړيوالې  پراختيا دبرخې له مرستيال وانګ ياجون سره وکتل .
  دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
  وانګ دافغانستان اوچين ترمنځ دوه اړخيزې  اړيکې ارزښتناکې وبللې او ويې ويل چې هېواد يې دافغانستان ګتې دخپل هېواد دګټو په شان  بولي او دپانګې  اچونې او دسوداګرى برخو په ګډون  ددواړو هېوادونو داړيکو دمخ په زياتيدونکو پراختيا له امله  خوښي  څرګنده کړه .
ده دغه راز دافغانستان  په مشرۍ او مالکيت دسولې له بهير  څخه  دچين ددولت  دملاتړ پردوام چې په دغه هېواد کې ددوامدارې  او پراخ بنسټې  سولې دتحقق سبب شي  ټينګار وکړ .
رباني هم دچين ولسي جمهوريت دافغانستان لپاره  لرغونې اودباور وړ دوست وباله اوله افغانستان سره يې  دمرستو او له هغو پرمختيايي پروژو له امله چې  دچين له خوا دهېواد په بېلابېلو سيمو کې  تطبيقېږي قدرداني وکړه .
دواړو لورو دسولې په بهير کې دوروستيو بدلونونو ، دافغانستان دسولې په اړوند دسيمه ئيزو  او څو اړخيزو ميکانيزمونو  او دجمهوري رياست دراتلوونکو ټاکنوپه باب  خبرې اترې وکړې .
  ختم_ فرشته _ اکرم

Last modified on Thursday, 23 May 2019 04:21
back to top