20 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 خليل زاد  يو ځل بيا په افغانستان کې  په يوې سياسي موافقې ټينګاروکړ

خليل زاد يو ځل بيا په افغانستان کې په يوې سياسي موافقې ټينګاروکړ

واشنګتن / دتلې ٢٧مه / باختر: زلمي خليلزاد دامريکا داردو...

په کاپيسا کې دکنشکا ددور ې دوه اثار  ترلاسه شول .

په کاپيسا کې دکنشکا ددور ې دوه اثار ترلاسه شول .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: په کاپيسا کې دلرغون پيژندونکو...

تبصره

تبصره

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: په جوماتونو ، مقدسه اماکنو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ملي امنیت شورا غونډې د غزني د ټاکنو په اړه بحث وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۲مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه پرون له غرمې مخکې په دلګشاماڼۍ کې جوړه شوه.
د جمهوررییس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د ټاکنو قانون د پېش بیني شوي ترکیب له مخې جوړه شوې وه، په پیل کې د غزني د ټاکنو په اړه مفصل بحث وشو.
غونډې د جمهوري ریاست دویم مرستیال او د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ته دنده وسپارله چې د ملي امنیت شورا راتلونکې غونډې ته نوې طرحه چې غزني ولایت د ټاکنیزو حوزو له مخې ووېشي، د تصویب لپاره وړاندې کړي.
دغه راز د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او د مرکزې احصائیې ادارې ته لارښوونه وشوه چې د جمهوري ریاست دویم معاونیت او د اجرائیه ریاست له لومړي معاونیت سره د یادې طرحې د تدوین او تخنیکي کار په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي، ترڅو د یادې طرحې د تدوین په برخه کې ټول معیارونه رعایت شي.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.