25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خبرتيا

خبرتيا

کابل/ د لړم ٤مه/ باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د...

د القاعده شبکې دويم  نمبرغړى په غزني کې و وژل شو

د القاعده شبکې دويم نمبرغړى په غزني کې و وژل شو

غزني/ د لړم ٤مه/ باختر د غزني د ملي امنيت رياست...

په ننګرهار کې زرګونه نشه کوونکې ګولۍ ترلاسه شوې

په ننګرهار کې زرګونه نشه کوونکې ګولۍ ترلاسه شوې

کابل / د لړم ۴ مه / باختر د ننګرهار په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ولسي جرګې د کونړ ولایت د امنیتي ستونزو په اړه د بحث ترڅنګ، درې نړیوال سندونه تصویب کړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل-باخترد تلي ١٠ مه
د ولسي جرګې په غونډه کې، چې د عبدالرووف ابراهیمي په مشرى جوړه شوې وه، وکیلانو تر اجنډا وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتیژیک هوکړه لیک د احتمالي لاسلیکیدو په اړه خبرې وکړې، د مسلې په اړه یې خپلې نیوکې څرګندې کړې.
دولسي جرګې مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
وکیلانو په وروستیو درېو لسیزو کې د افغانستان زیاتره ستونزې د پاکستان د لاسوهنو زیږنده وبللې، ټینګار یې وکړ، چې د پاکستان له خاورې څخه په پرله پسې ډول د هیواد له هغې جملې د کونړ پر سرحدي سیمو راکټي بریدونه د افغانستان پر وړاندې د دغه هیواد د دښمنانه سیاست ښکارندویي کوي.
ددغو وکیلانو په باور، په داسې حالاتو کې، چې پاکستان تل په افغانستان کې د ناامنیو د برابرولو په لټه کې دی او په خپله خاوره کې یې ترهګرو ته ځای ورکړی او هغه روزي، د افغانستان او پاکستان د ستراتیژیک تړون لاسلیکیدل به په هیڅ صورت په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره مرستندوی واقع نه شي.
دغو وکیلانو له جمهوررييس څخه وغوښتل، چې ددې تړون له لاسلیکیدو دې تیر شي.
دغه راز وکیلانو د ملګرو ملتودسازمان په عمومي اسامبله کې د حکومت پر کمزورې کړنې نیوکه وکړه، ټینګار یې وکړ، د افغانستان له لوري د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل دې ډلې ته د حکومت له لوري د امتیاز ورکولو په مانا دي.
په غونډه کې له ناامنیو او د هیواد د لرې پرتو ولایتونو د لویو لارو د تړل کیدو د مسلې د یادونې ترڅنګ، له کابل څخه چغچران ته د الوتنو د نشتوالي، د کابل ښار په میوند او علي اباد روغتونونو کې د دارو درملو او لومړیو وسایلو د نشتوالي، په کرکټ بورډ کې د حکومت لاسوهنه، په سرپل ولایت کې د امنیت د نه شتون، په دغه ولایت کې د غیر مسوولو ډلو له لوري د ماشومانو د برمته کیدو او د وردګو ولایت د سیداباد په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د جګړې په اړه خبرې وشوې.
وکیلانو ددغو موضوعاتو په مطرح کولو سره، د چارو له مسوولینو څخه وغوښتل، چې د دغو ستونزو د اواري په برخه کې دې جدي ګامونه پورته کړي.
په همدې ډول یو شمیر وکیلانو په غونډو کې د ولسي جرګې د ځینو غړو پر نه ګډون نیوکه وکړه، ټینګار یې وکړ، چې د ولسي جرګې د کورنیو دندو له اصولو سره سم وکیلان باید د کمیسیونونو په غونډو او عمومي غونډو کې فعال ګډون ولري.
له دې سره جوخت وکیلانو د هیواد د سړو سیمو د پراختیا په اړه د مسوولو چارواکو پر کم کارۍ نیوکه وکړه، له حکومت څخه یې وغوښتل، چې د سړو سیمو په برخه کې دې، چې تر دوو راتلونکو میاشتو پورې یې لویې لارې تړل کیږي، مخکې له مخکې جدي تدابیر ونیسي.
په غونډه کې د هیواد لوبغاړي ولید نورزي وستايل شو، چې توانیدلی پر بایسکل له لندن څخه د نړۍ له نولسو هیوادونو را تیر او افغانستان ته راشي. د دغه کار نړیوالو ته  د افغانستان د خلکو د سولې د غږ رسولو لپاره یوه ښه بیلګه وبلله شوه.
یو شمیر وکیلانو په کابل ښار په تیره بیا له ده کیپک څخه بیا د هوايي ‌ډګر تر څلور لارې پورې د کثافاتو پر شتون او د کابل ښار په داخل کې د سړکونو د کار د کیفیت پر نشتون نیوکه وکړه، د ولسي جرګې په عمومي غونډو کې دکابل ښاروال د ګډون غوښتونکي شول.
د غونډې په بله برخه کې له اجنډا سره سم د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د اوږد مهاله همکاریو هوکړه لیک، د افغانستان او المان د فدرالي جمهوریت ترمنځ د هراړخیزو همکاریو هوکړه لیک او د فساد ضد نړیوالې اکاډمۍ د جوړیدو هوکړه لیک د ولسي جرګې د نړیوالو چارو د کمیسیون د مرستیال محمد نور اکبري له لوري وړاندې شول.
محمد نور اکبري د هوکړه لیکونو او پر هغو د شویو بحثونو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل، په دې اړه د رای اخستنې غوښتونکی شو. د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د اوږد مهالو همکاریو هوکړه لیک په لسو فصلونو او ۳۵مادو، د افغانستان او المان ترمنځ د هر اړخیزو همکاریو هوکړه لیک په نهو فصلونو  او نهه ویشتو مادو کې او د فساد ضد اکاډمۍ دجوړیدو هوکړه لیک د فساد ضد نړیوال سازمان په توګه ، تایید شول.
ورپسې په کونړ ولایت کې په ځانګړي ډول پر دغه ولایت د پاکستان د راکټي بریدونو د دوام له امله د راولاړو  امنیتي ستونزو په اړه بحث وشو، د غونډې ګډونوالو په دې برخه کې خپلې نیوکې، نظرونه او وړاندیزونه مطرحه کړل.
وکیلانو په کونړ ولایت کې رامنځته شوې پیښې زړه بوږنونکې وبللې، ویې ویل، چې پاکستانى پوځیانو په خپل دغه عمل سره د هیواد پر ځمکنۍ بشپړتیا تیری کړی دی.
د ولسي جرګې غړو دهیواد له اساسي قانون سره سم د ځمکنۍ بشپړتیا خوندي ساتل د حکومت له دندو او مکلفیتونو څخه وبلل، په دې اړه د حکومت پر نه پاملرنې یې سخته نیوکه وکړه، له دې ستونزې څخه د وتلو لپاره د امنیتي ارګانونو له مسوولینو سره د ګډې ناستې غوښتونکي شول.
وکیلانو د کونړ ولایت د خلکو ستونزو ته اشاره وکړه، په دغه ولایت کې د نامسوولو ډلو له شتون، په کونړ ولایت کې د ادارو او امنیتي ارګانونو ترمنځ د نه همغږۍ، د ائتلافي ځواکونو د هوايي بریدونو او د پاکستان له راکټي بریدونو څخه یې شکایت وکړ او دا، چې په دغه ولایت کې هره ورځ خلک قرباني ورکوي، په دې اړه اندیښنه وښوده.
د ولسي جرګې غړو دهیواد د بهرني سیاست د اساسي کرښو د نه جوړیدو له امله پر حکومت نیوکه وکړه، ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان د خلکو دښمنان او دوستان باید یو له بل څخه بیل شي.
په پای کې د ولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي د دفاعي او کورنیو چارو کمیسیونونو ته دنده وسپارله، چې د ائتلافي ځواکونو له لوري د کونړ ولایت د بمبار، د پاکستان د راکټي بریدونو او په دغه ولایت کې د نامسوولو وسله والو کسانو د فعالیت په اړه دې څیړنې وکړي.
په غونډه کې پریکړه وشوه، چې په مناسب وخت کې دې د امنیتي او تاریخي چارو د کارپوهانو په شتون پر کونړ د پاکستان د راکټي بریدونو موضوع تعقیب شي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.