22 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

کابل/ د تلې ۳۰مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

٤٣-کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د ځوانو شاعرانو او ليکوالانو...

جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

٤٢- کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دوزيرانو شورا نوبتي غونډه دحامدکرزي په مشري جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د تلي  لسمه
دوزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس  حامدکرزي په مشري  دجمهوري رياست دارګ  دګلخاني په ماڼۍ کې  جوړه شوه .
  د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ .  په پيل کې  جمهور رييس  دملګروملتو دسازمان  دعمومي اسامبلي  په اووه شپيتمه غونډه او دافغانستان داسلامي جمهوريت  ، دپاکستان داسلامي جمهوريت  او د انګلستان  د شاهي هيواد دمشرانوپه درې اړخيزه غونډه او دافغانستان داسلامي  جمهوريت دهندوستان جمهوريت او دانګلستان شاهي هيواد دمشرانو ترمنځ  په درې اړخيزه غونډه کې دافغانستان  دجګپوړي هيئت  د ګډون په باب غونډې ته  مفصل معلومات  وړاندي کړل او وي ويل ،
په دې باندې په پوهيدو سره  چې سوله دافغانستان دخلکو ډيره ستره هيله ده او  نظامي هلې ځلې  نشي کولي  په هيواد کې دسولې د ټينګښت او دامنيت دتامينولو په لاره کې  مرسته وکړي  په دغو درې اړخيزوغونډو کې دسولې او روغې جوړې  دبهير  په لومړيتوب باندې ټينګار وشو او څرګنده شوه  چې افغانستان  دسولې په بهير کې  هلې ځلې کوي چې ټول  وسله وال مخالف عناصر سوله ئيز ژوندانه ته  ستانه کړي ، له دې امله له دغه بهير سره دمرستې او اسانه کولو لپاره دملګروملتو دسازمان  له امنيت شورا او دسيمې له هيوادونو څخه غوښتنه وشوه  چې دسولې او امنيت په تامينولو کې دې په بشپړه توګه  دافغانستان د هڅو او هاند ملاتړ  وکړي او دسولې دخبرو د پرمخ بيولو په لاره کې دې  له موږ سره  همکاري وکړي .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ددغه سفر په بهير کې دملګروملتو دسازمان له سرمنشي ، دپولند له جمهور رييس ، دامريکا دمتحده ايالاتو ، دبهرنيو چارو  له وزيرې او له لخضر ابراهيمي سره هم  په جلا جلا توګه  وکتل .
  دوزيرانو شورا ددغه سفر نتيجې او دملګروملتو دسازمان  دعمومي اسامبلي  په اووه شپيتمه غونډه  او په درې اړخيزو غونډو کې دافغانستان  داسلامي جمهوريت  د جمهور رييس  ګډون مثبت وباله او تاييد يې کړ .
دغونډې په بله برخه کې ، دوزيرانو شورا  په ملي ګټو په ټينګار سره په هيواد کې دملي يو والي او واکمني دفاع اړينه  وبلله او څرګنده يې کړه چې ددموکراسي  په نظام کې ماهران او کارپوهان دحکومت په کړنو دنيوکې حق لري  خو کله چې ملي او وګړني موضوعګانې طرحه  وي دخبرو محور بايد دملي ګټو په باب  متمرکز شي . او دملي ارزښتونو له زيانمن کولو څخه دې  په کلکه مخه ونيول شي .
خو لکه څنګه چې ليدل کيږي  ځينې رسني په خپلو خبرو کې دملي ګټو او يووالي  له مخالفو چلندونو څخه  په استفادې سره ، دخلکو ذهنيت مغشوشوي چې په اوسنيو نازکو شيبو کې  زموږ دخلکو او هيواد  په ګټه  نه دى په دې اړوند  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دنده وسپارل شوه  چې د  مغشوشوونکو  تبليغاتو په اړوند دې  لازم  اوبيړني اقدامات  ترلاس لاندې ونيسي .
له اجندا سره سم ،  دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رييس  صادق مدبر  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس د  ٤٥ ګڼه فرمان  د تحقق  د څرنګوالي په باب غونډې ته مفصل معلومات وړاندي کړل او زياته يې کړه .
_ دتيرې اوونۍ په بهير کې  دکابينې  شپاړسو تنو غړو  دهيواد  بيلابيلو  ولايتونو ته  کاري سفرونه  وکړل او دهيواد په ولايتونو او ولسواليو کې يې خپل  دويم او دريم  واحدونه  وکتل او دهغوى  دستونزو  دلري کولو   په لاره کې يې  عملي اقدام کړي دي .
_ په همدې ترتيب  په  ١٣٨٥تر  ١٣٩٠ کلونو پورې  دجمهوري رياست دمقام  دمصوبو  ، فرمانونو  او حکمونو دتحقق څرنګوالي چې دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددرالانشا  دلوى رياست له خوا  څيړل شوي دي او په نتيجه کې يې لس زره پنځه سوه  څلور څلويښت مشخصې دندې چې په دغو کلونوکې  دولتي اداروته سپارلي شوې وې په سلو کې څه دپاسه  نهه اتيا يې  چې ټولټال  نږدې لس زره دندې کيږي ،  تحقق موندلى دى .
_ دغه راز  د هغو يو ديرشو دندو په اړوند  چې زماني  ميعاديې  دجمهورى رياست دمقام په فرمان کې  دوه مياشتې  ټاکل شوى و ، وويل :  شپږ ويشت دندې  په بشپړه توګه  عملي شوي دي  خو  پنځه ويشت دندې  چې  دزياتو خبرو او څيړنې غوښتنه کوي  ، دتحقق په حال کې  دي . البته  دغه دندې  په پرله پسې توګه  ترکار لاندې دي  او په ډير لنډ ممکن وخت کې  دهغو داجرااتو  رپوټ  وړاندى کيږي .
_ په دې ترڅ کې ده  دهغو موضوعګانو په باب  چې زماني ميعاد يې  تر دريو مياشتو پورې  ټاکل شوى دى  ، ډاډ ورکړ  او دکار  دپرمختګ له امله يې  خوښي  څرګنده کړه .
دوزيرانو شورا  هغه مثبت  ارزښتونه چې د  ٤٥ ګڼه  فرمان  دتحقق په نتيجه کې  ترلاسه شوي دي  ديادونې وړ وبلل او هغو ادارو ته يې  چې اجراات يې  لاتراوسه پورې  نه دى بشپړ شوى  اويا  طرحې يې  نواقص  لري  ،  سپاړښتنه وکړه چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دى  خپل اجراات بشپړ کړي او رپوټ يې د چارو داداري  او دوزيرانو شورا  ددراالانشا  لوى رياست ته  وړاندى کړي .
  په دې ترڅ کې  د اداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو خپلواک کميسيون ته دنده وسپارل شوه  چې  دملکي خدمتونو  د کانکور دازموينې  د طرحې له بيا څيړنې وروسته دى  ،  ددغې ازموينې  د څرنګوالي مفصل رپوټ  دوزيرانو شورا  راتلونکي غونډې ته  وړاندى کړي  او هم دى  دمطبوعاتو له لارې دهيواد خلکو ته ورسوي .
وروسته دفوايد عامې وزير  دسالنګ دلويې لارې د ترميمولو په اړوند  يو مفصل رپوټ  وړاندى کړ او زياته يې کړه  چې  ددغې لويې لارې  دترميماتو اصلي کار دفوايد عامې وزارت  له داخلي بودجې څخه ترسره شوى دى  او دايساف  قوتونو يوازې  دسالنګ تونل د ترميمولو په باب  يو لړ ژمنې  کړي دي .
ده د نورم پرخلاف  او په لوړ توناژ سره  دبار وړونکو وسايطو  د تګ راتګ دمخنيوي  په لاره کې  د ستونزو په اړوند چې دلويو لارو  دويجاړيدو سبب کيږي  ، انديښنه څرګنده کړه اووړانديز يې وکړ  چې دلوړ توناژ  دوسايطو  دتګ راتګ  په خاطر دلويو لارو  دويجاړتيا  دمخنيوي په خاطر دى  کنترولي  تخنيکي سيستمونه  جوړ کړي چې لګښت يې  څلورو مليونو ډالرو ته  رسيږي .
دوزيرانوشورا  دلوړ توناژ  دوسايطو دکنترول دتخنيکي سيستم  جوړول تاييد کړل او دماليې وزارت يې  موظف کړ  چې داړتيا وړ  تخصيص  يې  دفوايد عامې وزارت  په واک کې  ورکړي .
دغه راز دفوايد عامې وزارت ته يې  دنده وسپارل  چې  دلوړ توناژ  او دنورم پرخلاف  وسايطو  دتګ راتګ  په کلکه  مخه ونيسي  او دسړکونو کاري کيفيت  چې زيانمن شوي دي  ، وڅيړي او سرغړونکي  قراردادي کمپني  اوليږدونکي وسايط دې  دغونډې  له يادونې سره سم  تر قانوني  پوښتنې لاندې  ونيسي .
  داجندا په بله برخه کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت ستر وزير  او دښار جوړولو دچارو وزير  د جمهور رييس  د ٤٥ ګڼه فرمان  له لارښوونې سره سم  دنوى کابل ښار  د تشکيلاتي جوړښت اوماستر پلان په اړوند خپل مسلکي تحليل  اومفصل  توضيحات  غونډې ته وړاندى  کړل .
  دوزيرانو شورا دنوى  کابل  دپروژې دلارې پرسر  دپرتو خنډونو او ستونزو  دتشخيص  په اړوند دښار جوړولو دچارو دوزير تخنيکي توضيحاتو ته په پاملرنې سره  ،  دفوايد عامې او دانرژي اواوبو  وزيران  ، په ساختماني ، تخنيکي ، کانونو ، انرژي  او اوبواو دنوى کابل ښار  دپرمختيا په چارو کې  دجمهور رييس   سلاکار يې دښار جوړولو دچارو وزير  په مشري  موظف  کړل  چې په لومړى ګام کې دى د اوسني کابل ښار او دنوى کابل ښار  داوبو رسولو طرحه  د پنجشير او  ګلبهار دسيندونو له لارې  برابره او دوزيرانو شورا ته دې وړاندى کړي .
  دغه راز دپنجشير  اوګلبهار له سيندونو څخه داوبو  دليږدونې دپروژې  له تطبيق  پرته  دده سبز  په ساحه کې  د څښاک په اوبو له شلو زرو څخه  تر پنځوسو زرو  کورنيو پورې  دلاسبري  امکانات  وڅيړي او خپلې مشخصې طرحې دې  داړوندو  مرکزونو  له موافقي وروسته  برابرې او دوزيرانو شورا  يوې غونډې ته وړاندى کړي .
  وروسته داقتصاد وزير دښارواليو دپروژو  په ګډون  دانکشافي پروژو د څيړنې  او څارنې لپاره  ددغه وزارت  پيشنهادي طرحه  چې  دجمهور رييس د  ٤٥ ګڼه فرمان په رڼا کې  برابره شوې ده  او په دريو پړاونوکې : په پروژه کې  له  پانګې اچونې مخکې  ، دپروژې د کار په بهير کې او دپروژې دکار په پاى کې  عملي کيږي  له جزئياتو سره يې  غونډې ته وړاندى کړه چې  دوزيرانو شورا  له خوا  تصويب شوه  او داقتصاد وزارت  دهغې  په جدي تطبيق موظف کړاي شو
په همدې ترتيب داقتصاد وزير د پي ام يو _  پي  اي يو  د پروژو او دهغو ديو خيل تشکيلاتو د څيړنې رپوټ چې د  ٤٥ ګڼه فرمان له لارښوونې سره سم د حکومت په چوکاټ کې دچارو دادارې دلوى رياست  او دنورو اړوندو ارګانونو د استازو په همکارۍ  د موازي تشکيلاتو  دلري کولو  په باب  برابر شوي دي غونډې ته طرحه کړل او څرګنده يې کړه  چې دغه مرکزونه په دري ويشتو وزارتونو او دولتي اداروکې شته  او د پنځه زره درې سوه څليرويشتو کارکوونکو  په کميت  په کال کې د دري پنځوس اعشاريه پنځو مليونو ډالرو  په لګښت  تر پوښښ لاندې نيسي .
  ده زياته کړه:  دغه پروژې  هغه وخت  جوړې شوي دي  چې د وزارتونو او ددولتي ادارو په اصلي جوړښتونو کې ظرفيت  کمزوري و ، او زياتره دپروژې د ښه مديريت په لاره کې ورڅخه  استفاده کيده .  خو اوس چې ټول وزارتونه  او دولتي ادارې  د ادارې داصلاح  تر بهير لاندې  راغلي دي ددولتي ادارو تر څنګ ددغو مرکزونو شتون  موازي جوړښتونه بلل کيږي . له دې امله  داصلي ادارو د کمزوري کولو مانا لري . او  شتون يې غير ضروري دى .
ده زياته کړه  چې له اوسني  حالات څخه  دوتلو لپاره  ښه به وي  چې دغه وړانديزونه  په پام کې ونيول شي .
  ١_ دمسلکي او تخصصي کدرونو له پلوه داصلي ادارو پياوړي کول .
  ٢_  دماليې وزارت  او داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو  دکميسيون په واسطه  د معاشونو  ديو خيل کولو طرحه اوبرابرول .
٣_  د ١٣٩١ کال  تر پاى پورې  د تشکيلاتي تعديلونو  دطرحې بشپړول .
  ٤_ درسمي ادارو ( دپلان اوپاليسي  ،  پروګرام جوړولو او دپروژو دچارو د ترسره کولو درياست  )  تر چتر لاندې  ددغو پروژو  دتشکيلاتو ليږدونه دوزارتونو او ددولتي ادارو د جدي ضرورت  په صورت کې  او د  ١٣٩٣کال تر پاى پورې  له اصلي دولتي ادارو سره  دهغو ادغام .
  دوزيرانو شورا دغه طرحه يوه معقوله  او داجرا وړ څيړنه وبلله او هغه يې  تصويب کړه  او داقتصاد وزارت  يې  دهغې په تطبيق  موظف کړ . 
وروسته  دتعليمي ، تحصيلي ،  فني  _ حرفوي زده کړو اودکارموندلو دنظام  د اصلاح لپاره  د ملي  بلنې  پريکړه ليک  دلوړو زده کړو دوزير له خوا  غونډې ته طرحه شو  او پريکړه وشوه چې دغه موضوع دې  دهراړخيزو خبرو په مقصد دراتلونکي اوونۍ دغونډې  داجندا په سرکې  طرحه شي .
دغونډې په پاى کې دګټو تطبيقاتو اودکورسونو دجوړولو په برخه کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دملي دفاع وزارت  ، د ترکيې جمهوريت  اودپاکستان داسلامي جمهوريت ترمنځ  دهمکاري پروتوکول  ، دافغانستان دملي پوليسو دروزنې په اړوند  دافغانستان داسلامي جمهوريت دکورنيو چارو وزارت  ، دترکيې جمهوريت  اودپاکستان  داسلامي جمهوريت ترمنځ  دهمکاري پروتوکول  ، دافغانستان داسلامي جمهوريت دماليې  او دترانسپورت او هوايي  چلند دوزارتونو  او دالمان دفدرالي جمهوريت ترمنځ  دمزارشريف دهوايي ډګر  دبيا جوړولو دپروژې  دتمويل قرارداد ، دافغانستان داسلامي جمهوريت  دلوړو زده کړو وزارت  او دهندوستان هيواد د شارده پوهنتون  ترمنځ  دهمکاري تفاهم ليک  او دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابل پولي تخنيک پوهنتون او دسلواک  هيواد  دتخنيکي پوهنتون ترمنځ  دعلمي او تخنيکي همکاريو موافقه ليک  دبهرنيو چارو وزارت  داداري معين له خوا غونډې ته طرحه شول  چې دتصويب وړ وګرځيدل .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.