27 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 نيوزیلند له پاکستان سره سیالي کوي

نيوزیلند له پاکستان سره سیالي کوي

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه د نيوزيلند د کرکټ ملي ټيم...

اسټراليا انګلستان ته ماتې ورکړه

اسټراليا انګلستان ته ماتې ورکړه

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه د انګلستان د کرکټ ملي ټيم...

 په هېواد کې د روغتيايي مرکزونو او روغتونونو شمېر زيات شوی دی

په هېواد کې د روغتيايي مرکزونو او روغتونونو شمېر زيات شوی دی

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه د عامې روغتيا وزارت وایي چې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دسترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باخترد غبرګولې يو ويشتمه :
دسترې محکمې عالي شورا نن  دسترې محکمې درييس قانونپوه سيد يوسف حليم په مشرۍ   غونډه وکړه .
دسترې محکمې دخپرونو رياست  باختراژانس ته خبرورکړ ، شورا لومړى دافغانستان دسولې  او ټيکاو  ددښمنانو له خوا دلوګر ولايت په مربوطاتو کې دپکتيا ولايت  داستيناف محکمې درياست  ديوتن قاضي عيد محمد  دشهادت په نسبت  دډاډ ګيرنې  او همدردى مراتب  څرګند کړل او کورنى ته يې  دجميل صبر  هيله وکړه .
وروسته مدني قضيوته په رسيدګي کې دقانونيت  دلازيات درعايتولو په مقصد دمدني محاکماتو داصولو دقانون له ٦٨ مادې  څخه تر يواويايمې مادې پورې دحکمونوپه رڼا کې هغه حالات چې يوې قضيې ته  په رسيدګى کې دمحکمې درييس او غړو ګډون  مجاز نه بولي ، څرګند شول او په دغه شان مواردو دقاضيانو اودقضيو دلورو دقانوني مکلفيتونو په عملي کولو باندې  ټينګار وشو .
  وروسته په داسې حال کې چې  دعدليې وزارت معين سيد محمد هاشمي ، ددولت دقضاياو دلوى رياست  څارنوالانو ، دموکلو ادارو استازو او دقضيو لورو شتون درلود په عامه حقوقو پورې داړوندو موضوعګانوپه باب  ددرې ګونو محکمو په پريکړو ددولت دقضاياو دلوى رياست دبيا کتنې  پنځه غوښتن ليکونه وڅيړل شول او له دې جملې څخه يوه غوښتنه  دمدني محاکماتو داصولو دقانون  د  ٤٨٢ مادې په حکم کې له درج شويو شرطونوسره دهغه دمطابقت له امله تاييده او ددولت په ګټه صادره شوې پريکړه لغوه او دبيا څيړنې  لارښونه صادره شوه .
  وروسته يوشمير استهداګانو ته  په رسيدګى سره دبلخ ولايت داستيناف محکمې درياست استهدا  او نظر ته  په پاملرنې سره او په شرعي سندونو کې  دجعل او تذوير دمخنيوي او له دغه بهير څخه  داستفاده غوښتونکو اوفرصت طلبو کسانو دلاسونو دلنډولو په مقصد  تصويب شوه  تر څو  هغه وثيقې چې  نوې ترتيبېږي . دمخزن دامريت له لورې دبنسټيزو وثيقو په کندو کې معامله او دملکيت  کلي او يا جزوي لېږدونه  په هغو کې  درج شي . په  عقاري موضوعګانو کې  دمدني پريکړو  قطعيت اويا نه قطعيت چې ددعوا دلورو داستناد وړ ګرځي دحال په صورت کې  دمعاملې په مقصد اړوندو محکمو ته  اخبار شي .
دقرارونو او پريکړو  دنقض صورت دې دمنقوضه پريکړې اويا قرار په کنده کې  معامله شي او هم دقبالو دبطلان صورت  دهغو په کنده کې  معامله او املاکي ادارو ته  خبرورکړى شي  چې په  راتلونکې کې له  ناوړې ګټې اخستنې  څخه مخنيوى وشي .
سربيره پردې  په غونډه کې دمحکمې دبدلون  يوه غوښتنه  وڅيړل شوه او دغه راز دلوى څارنوالى دمحترمې ادارې او دقندهار  داستيناف محکمې درياست  دغوښتنې له مخې د ١٤٨ جزايي قضيو  دڅيړنې واک  دقندهار ، خوست ، غور ، لغمان ،بلخ ، سرپل ، کونړ ، پکتيکا ، تخار ، ننګرهار ، سمنګان ، بلخ او دهلمنددولايتونو داستيناف محکمو ته  ورکړى شو .
  ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.