26 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 نيوزیلند له پاکستان سره سیالي کوي

نيوزیلند له پاکستان سره سیالي کوي

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه د نيوزيلند د کرکټ ملي ټيم...

اسټراليا انګلستان ته ماتې ورکړه

اسټراليا انګلستان ته ماتې ورکړه

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه د انګلستان د کرکټ ملي ټيم...

 په هېواد کې د روغتيايي مرکزونو او روغتونونو شمېر زيات شوی دی

په هېواد کې د روغتيايي مرکزونو او روغتونونو شمېر زيات شوی دی

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه د عامې روغتيا وزارت وایي چې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د المان له ځانګړي استازي سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان لپاره د المان له ځانګړي استازي مارکوز پوټزل سره وکتل.
دجمهوررئيس د وياند دفترباختر آژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي جمهوررئیس غني ته دوحې ته د خپل سفر او په نږدې راتلونکي کې بین الافغاني دیالوګ ته د چمتووالي په اړه معلومات ورکړل. 
جمهوررئیس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د المان له ځانګړي استازي څخه په مننې وویل، د افغانستان حکومت په دې برخه کې همکار دی، ځکه زموږ اساسي موخه په هېواد کې د تلپاتې سولې تامین دی او د افغانستان دولت به په هرګام کې د دې پروسې اصلي ممد وي.#
پاى- ج

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.