18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیا کې د دوو خونړیو پېښو مخه ونيول شوه

کابل/باختر/ د وږي ۲۷مه هوايي ځواکونو د پکتیا د زرملې ولسوالۍ...

يو انس سره زر په ١٥٠٠ډالرو پلورل کېږي

کابل/باختر/ د وږي٢٧مه په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زر...

په ننګرهارکې سلګونو کورنيو روغتيايي اوبو ته لاسرسى پيدا کړ

کابل/باختر/ د وږي ۲٧مه په ننګرهارکې سلګونو کليوالي کورنيو روغتيايي اوبو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مشرانو جرګې په غونډه کې د جنرال عبدالرازق د شهادت په اړه د مجلس د پلاوی رپوت واوریدل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲٢ مه
د مشرانو جرګې د سه شنبې ورځې غونډه چې په دوو برخو کې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار او دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقي له خوا جوړه شوې وه، د جنرال عبدالرازق د شهادت په اړه د مجلس د پلاوی رپوت واوریدل شو.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په غونډه کې مولوي غلام محى الدین منصف له قندهار ولایت څخه د مجلس د پلاوی رپوټ چې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ د ستر جنرال عبدالرازق د شهادت قضیې د څېړنې په موخه تللې وو، وړاندې کړ.
دغې پلاوی په کابل کې د ملي امنیت لوي رئیس محمد معصوم ستانکزی، د قندهار پخواني والي زلمي ویسا او مظنونو کسانو سره چې په بند کې دي خبری اتری وکړې او یاد موارد یې قندهار ته د سفر په لړ کې د ولایت د سیمه ییزو چارواکو سره شریک کړل.
پلاوی په قندهار کې د یاد ولایت امنیه قوماندان او د شهید جنرال عبدالرازق ورور جنرال تادین خان او د ولایت سرپرست عبدالحنان منیب سره په جلا توګه کتلي او د مشرانو جرګې ژوره خواشیني یې له نوموړو سره شریکه کړې او هم یې د پېښې د رامنځته کېدو،ځاى، د بریدګر د استخدام او جذب د څرنګوالي، د نوموړي د ځای پر ځای کېدو او تضمین کوونکې سره نظریې بدلې کړي دي.
وروسته پلاوی د قندهار د ولایتی شورا غړو سره د کتنې په وخت له دوي سره یو ځل بیا د مشرانو جرګې او خلکو په استازولۍ خپله ژوره خواشیني شریکه کړه او د دوسیې د جدي څېړنې، د قندهار او د یاد ولایت د مشرانو د امنیت د ټینګښت، د ناوړه پېښو څخه د مخنیوی او ځینو نورو موضوعګانوپه اړوند د دوي نظریې او وړاندیزونه تر بحث لاندې راوړل.
دغه راز پلاوی د هېواد د امنیتی چارواکو د خبرو په اړه چې ویل کېږي د جنرال رازق په وژلو کې یو شمېر پاکستاني جنرالان لاس لري، د قندهار چارواکو سره مطرح او ټینګار وشو چې دغه قضیه دې د نړیوالو مراجعو له لارې وڅېړل شي تر څو پر پاکستان فشار راشي تر څو په وژنه کې د مظنونو جنرالانو څخه څېړنې وشي.
د مشرانو جرګې د پرېکړې د وړاندې کولو وروسته تصمیم ونیول شو چې د قضیې د څېړنې په موخه دې د مشرانو جرګې پلاوی د حکومتي اړوندو مسوولانو سره خبري وکړي.
د غونډې په آزادو بحثونو کې وویل شول چې د سولې په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد او طالبانو ډلې د خبرو اترو د اووم پړاو په درشل کې قرار لرو او باید د څو تیرو پړاوونو د خبرو اترو پایلې له جزئیاتو سره یو ځای له خلکو سره شریکي کړاى شي او د دې تر څنګ د افغانانو تر منځ د خبرو اترو زمینه برابره شي.
دغه راز په غونډه کې د هېواد د جمهوری ریاست د انتخاباتو له پاره د رای ورکوونکو د تقویتی نوم لیکنې بهیر په اړه نظریې وړاندې او وویل شول، اړتیا شته چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د نوم لیکنې مرکزونه زیات او د برېښنایی دستګاوو څخه کار واخیستل شي تر څو د سیاسی حزبونو په شرایطو برابرو کسانو نسبی قناعت حاصل شي.
همدا راز په غونډه کې ټینګار وشو چې د لویې څارنوالۍ اداره دې د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو غړو د نسبتي دوسیې پړاونه ډيرژر بشپړ او قضایی ارګانونو ته يې ولېږي.
په غونډه کې یو شمېر سناتورانو د افغانستان د شیعه وګړو د تقلید مرجع او د اسلامي نړۍ د وتلو عالمانو څخه د یوه تن حضرت آیت الله العظمی محقق کابلی د علمي کارنامو، شخصیت او خدمتونو څخه چې تېره شپه د هغې ناروغۍ له امله د هېواد څخه بهر په حق ورسید، یادونه وشوه او په همدې مناسبت یې جلا پیغام صادر کړ.
دغه راز یو شمېر غړو وویل، د طالب بندیانو خوشی کیدل چې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې پر بنسټ ترسره کېږي، باید ټول اړخونه یې وسنجول شي او نباید د دوی خوشی کیدل د تیر په څېر د دوي د لیکو د پیاوړتیا سبب شي او د دې تر څنګ د لویې جرګې پرېکړه یو اړخیزه نه واي بلکې د زندانیانو تبادله باید د دواړو خواو له خوا ترسره شوې وای.
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب د مرکې په اړه د نظر څرګندول، د جمهوری ریاست د انتخاباتو د عامه پوهاوي له پاره د ځانګړو شویو پیسو حیف میل، د وېره اچوونکو ډلو پر وړاندې د هېواد د دفاعي او امنیتی ځواکونو د لاسته راوړنو او تاکتیکونو څخه هرکلې، کورنیو بیځایه شویو ته په رسیدګي ټینګار چې د جګړو او طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي، د پاکستان له فضا څخه هند ته د هوایی الوتنو د ستونو نه حل، په فراه ولایت کې د یوه ملا امام په نیولو ټینګار چې د خپلې کورنۍ او ګاونډیو د دولسو غړو په وژلو تورن دې او ځینې نور مسایل وو چې مطرح شول.
د مطرح شویو مواردو په جمع بندۍ کې د مشرانو جرګې لومړي نایب اړوندو کمېسیونونو ته د ځینو مواردو د لېږد تر څنګ وویل، موږ د سولې له خبرو اترو څخه ملاتړ کوو ځکه د افغانستان قضیه نظامي حل لار نه لري، باید د سولې د ټینګښت په موخه ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شي او زیاته یې کړه چې د افغانستان خلک له زلمي خلیلزاد څخه تمه لري چې د تیرو پړاوونو د خبرو اترو جزئیات له خلکو سره شریک کړي او له سیاسیون سره د سولې د خبرو اترو اړوند خپلې مشورې لا زیاتي کړي.
د مجلس نایبانو د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو کمیشنرانو د نسبتي دوسیو څخه د یادونې تر څنګ وویل، کومه ګډوډي چې د ولسی جرګې په ټاکنو کې د کمزوري مدیریت له امله رامنځته شوه، د لمر په شان روښانه ده چې باید تر څېړنو لاندې ونیول شي او زیاته یې کړه چې د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې د بایومتریک سیستم څخه ګټه اخیستل کولای شي تر یو بریده تیر اعتماد جبران کړي.
د مجلس مرستیالانو همدا راز وویل، د زندانیانو آزادول باید د دقیقو پروګرامونو سره سم ترسره شوې واي او له زندانیانو دې تضمین واخیستل شي او حتي په اوونۍ کې دې یو ځل حاضري ورکړي تر څو د دښمن لیکو سره یو ځاى نه شي.
همدا راز په غونډه کې ټاکل شوې وه چې د پوهنې وزارت سرپرست د پوهنې د اوسني وضعیت په اړه د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي خو غونډې ته حاضر نه شو چې د مجلس له خوا پرې نیوکه وشوه او ټینګار وشو چې نوموړې دې په راتلونکې ناسته کې ګډون او ځوابونه وړاندې کړي.
د یادولو وړ ده چې سناتورانو د پوهنې وزارت معین چې ملي شورا ته د پوهنې وزیر پر ځاى د ځواب ویلو په موخه راغلې وو، ونه مانه.
پاى- ج

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.