09 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د توريزم او هوټلدارۍ انستيتوت فعال شو

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د توريزم او هوټلدارۍ انستيتوت...

د پروان د انتخاباتو کمېسيون کارکوونکي د طالبانو له بند څخه آزاد شول

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر د پروان د انتخاباتو کمېسيون اته ساحوي کارکوونکي نن په...

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د هنرعالي شورا ګډه اعلامیه

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ترکيې جمهور رييس: ترکيه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

=کابل/ باختر/  د غبرګولي ٢٦مه
اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون (په آسيا کې د تعامل او اعتماد جوړونې) کنفرانس د مشرانو غونډې په څنډه کې، د ترکيې له جمهور رييس  رجب طيب اردوغان سره د دوشنبې په ښارکې وکتل.
د اجراييه رياست د ويانددفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې اجراييه رييس له افغانستان سره د ترکيې د هميشنيو مرستو او افغانستان ته د رجب طيب اردوغان د ځانګړې پاملرنې له امله  مننه او قدرداني وکړه.
اجراييه رييس، ترکيې د افغانستان له ستراتيژيکي متحدانو او تاريخي دوستانو څخه وبلله او د افغانستان لپاره يې د ترکيې  د مرستو او شتون د دوام غوښتنه وکړه.
د ترکيې جمهور رييس افغانستان د ترکيې له نږدې دوستانو او متحدانو څخه وباله او په ټولو برخو کې يې له افغانستان سره د ترکيې دمرستو د دوام ډاډ ورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو له ډار اچونې سره د مبارزې، د سولې خبرو اترو او په افغانستان کې د جمهوري رياست د انتخاباتو په باب بحث او خبرې وکړې .
  ختم_ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.