20 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کابل په نننۍ چاودنه کې اته کسان ووژل شول

د کابل په نننۍ چاودنه کې اته کسان ووژل شول

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه د کابل پوهنتون په وړاندې...

د ډار اچوونکوله شتون څخه د هلمند د یوې سترې ساحې پاکول

د ډار اچوونکوله شتون څخه د هلمند د یوې سترې ساحې پاکول

ـ کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه په داسې حال کې چې...

په پروان کې د ډایاک پروګرام ته لسګونه جنګي وسایل وسپارل شول

په پروان کې د ډایاک پروګرام ته لسګونه جنګي وسایل وسپارل شول

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه د پروان پولیسو د ډایاک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

افغانستان او ترکمنستان د همکاریو دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/دغبرګولي ٢٦مه
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربنا په چارو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام ستر سلاکار پروفیسور محمد همایون قیومي چې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته تللی دی، نن یې د ترکمنستان د ولسمشر لومړي او یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په مشرۍ له راغلي پلاوي سره د هرات ولایت په مقام کې وکتل.
د مالیې وزارت د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د افغانستان د ریل پټلۍ د خپلواکې ادارې رئیس، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د هرات والي، د ترکمنستان د انرژۍ وزیر، د یاد هېواد د نساجۍ وزارت مرستیال، د ترکمن ګاز دولتي کنسرن مرستیال، د ټاپي نل لیکې د کمپاین رئیس، د دواړو هېوادونو سفیرانو او د یو شمېر اړوندو وزارتونو رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی و، دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په زیاتوالي، د نفتو او ګازو د فوسیلي انرژیو په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو، د انرژۍ پروژو په لېږد لکه، د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو لېږد یا ټاپي پروژه، د کلیفت نل لیکې له لارې په مناسبې بیې د ترکمنستان د ګازو په پیرلو، د آقینې – شبرغان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي د لېږدولو په پروژې او نښلونه له ۲۲۰ کیلو ولټه ولتاژ سره، د ترکمنستان له پولې تر خم اب پورې د ۱۱۰ کیلو ولټه د برېښنا د مزي لېږدولو په تمدید، ترکمنستان ته د افغانستان د مرمرینو ډبرو په صادراتو، د تورغونډۍ – هرات او اقینې – اندخوی د ریل پټلۍ په جوړیدو، د دواړو هېوادونو تر منځ په ترانزیټي او ترانسپورټي همکاریو، د ګمرکي اطلاعاتو په تبادلې، د لاجوردو له لارې د صادراتي او وارداتي توکو په لیږدولو، د افغانستان له لارې له جنوبي آسیا سره د منځنۍ آسیا نښلول، د ریل پټلۍ سکټور په برخه کې د دواړو هېوادو په ګډو همکاریو، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور په دوه اړخیزو همکاریو، له ترکمنستان هېواد څخه د ملي اردو لپاره د البسو په پیرلو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو باندې بحث او هر اړخیزې خبرې وکړې.
په پای کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تورغونډۍ – هرات د ریل پټلۍ د جوړیدو او د افغانستان د ریل پټلۍ د تاسیساتو رغولو په موخه د پانګونې جلبولو په برخه کې د همکاریو دوه هوکړه لیکونه د مالیې وزارت د سرپرست په شتون کې لاسلیک شول.
پای – ذ

Last modified on Monday, 17 June 2019 12:05

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.