18 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په فراه کې د پوليسو سرتېري وستايل شول

په فراه کې د پوليسو سرتېري وستايل شول

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د فراه امنيې قوماندانۍ نن په...

څلورطالبان په لوګرکې ووژل شول

څلورطالبان په لوګرکې ووژل شول

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر څلور وسله وال طالبان تېره شپه...

جمهورريیس غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد

جمهورريیس غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي ٢٩مه :
دهېواد دملي امنيت سلاکار  وايي چې افغانستان له تروريزم سره دمبارزې په لومړۍ ليکه کې دى او هره ورځ په هېواد کې له ډار اچوونکو سره په جګړه کې  تر پنځوسو تنو پورې وژل کېږي .
دباختراژانس مفسر ليکي :  حمد الله محب چې پرون يې دروسيې په اوفا ښار کې په لسمه امنيتي غونډه کې خبرې کولې څرګنده کړه : ( په ورځ کې دقربانيانو  دغه شمير ښيي  چې افغانستان له تروريزم سره دمبارزې په لومړۍ ليکه کې ځاى لري )
هغه ډار اچونه اونشه يي توکي ديوې سکې  دوه مخونه وبلل او ويې ويل نشه يي توکي  د ډار اچوونکو دتمويل اصلي سرچينه ده .
دهېواد  ددغه جګپوړي امنيتي مقام له خبرو څخه جوتېږي  چې افغانستان له ډار اچوونکو سره په يوه اوږده جګړه کې ښکيل  دى او دنړيوالې ټولنې هلې ځلې نه دي بريالۍ شوي چې دغه کرغېړنه  پديده کنترول کړي او دهغې ددايمي حل لپاره لارې چارې پيداکړي .
له بده مرغه دطالبانو دډلې دڅو کلنې واکمنۍ په وخت کې افغانستان د ډار اچوونکو په امن ځاى بدل شو او د بېلابېلو هېوادونو او ملتونو  ډار اچوونکو په هېواد کې ځاى ونيوه .
سره له دې چې  نړيوالې ټولنې په دوه زره يوميلادي کال کې په افغانستان کې دطالبانو واکمني پاى ته ورسوله خو ډار اچوونکي ډلې لکه څنګه چې هيله يې  کيده پوپناه نه شوې بلکې په وروستيو کلونوکې يې سر راپورته کړ اوبيا يې خوحښت پيداکړ  ستونزه په دې کې ده چې دډار اچونې ديوشان تعريف په باب دهېوادونو ترمنځ همغږۍ  شتون نه درلود . او هر هېواد دخپلو ګټو او سليقې له مخې هغه تعريف کړه داکار ددې سبب شو چې له ډار اچونې سره دمبارزې تګلورى اوږد شي اوپه پاى کې  دغوټې سر ورک شي .
له ډار اچونې سره  دمبارزې په بحث کې  چې له هغه څخه اتلس کاله تيرېږي دا دافغانستان خلک وو چې زياتې قرباني ورکړې او له نورو څخه زيات زيانمن شول .
نن که چيرې  دګاونډيو هېوادونو خبرې او يا انديښنې ، دډار اچونې له ناحيې څخه دي، که چيرې دمنځنۍ  اسيا هېوادونه ، روسيه اويا داروپا نور هېوادونه  ځانونه د ډار اچوونکواو نورو افراطي ډلو له خطر سره مخامخ بولي ، دا دافغانستان دولت او خلک دي چې په خپلې وينې اوسر دډار اچوونکو دفعاليت دپراختيا خنډ کېږي او داافغانان دي چې دسيمې ، او نړۍ دهېوادونو په نيابت د ډار اچونې له عواملو سره په مبارزه کې دي.
په داسې حال کې چې  نړيوالې ټولنې دافغانستان دخلکو دغې اوږدې او سختې مبارزې ته کم  ارزښت ورکړى دى واقعيت دادى چې نړۍ د ډار اچونې يوشان  او واحد تعريف ته نه ده  رسېدلې ،  بلکې دغه مسئله  په مشخصې  سليقې او ګټو سره تعقيب شوې ده آن داسې هېواد شتون لري چې ځان د ډار اچونې پرخلاف مبارزه کې له نړيوالې   ټولنې سره همغږى بللى دى خو د ډار اچونې او  افراطيت ملاتړ دهغه ددولتي سياست يوه برخه ده .
د ډار اچونې ستونزه هغه وخت حل کېداى شي  چې دسيمې او له سيمې څخه بهر هېوادونو ترمنځ دډار اچونې ، بنسټپالنې او دنشه يي توکو په برخه کې چې درې واړه  له يوبل سره ځنځيري  اړيکې لري دنظر او عمل موافقه رامنځته شي، سياسي پوهه واکمنه شي او اعتراف وشي چې ډار اچونه يوه نړيواله پديده ده چې دوست او دښمن نه پېژني  ، ښه او بد ډار اچوونکى شتون نه لري او تر هغه وخته پورې چې ډار اچونه له منځه لاړه نشي ، نه شوکولاى  داقتصادي ودې او دډله ييزې  سوکالۍ خبرې وکړو او دهمکارۍ او همغږۍ شعار ورکړو  نن دافغانستان خلک  له ډار اچونې سره دمبارزې نړيوال علمبرداران دي، که چيرې  خداى مه کړه دغه کرښه ماته شي نه شوکولاى  په سيمه او له سيمې اخوا دامنيت خبرې وکړو، ښه به وي چې په دې انساني او رسالتي مبارزه کې دافغانستان د دولت او خلکو ملګرتيا او ملاتړ وشي .
په همدې موخه لازمه ده چې په لومړي ګام کې نړۍ  د ډار اچونې  يوه واحد تعريف ته ورسيږي ،نړيواله موافقه او اجماع رامنځته شي ،له تروريزم   او نشه يي توکو سره مبارزې  ته دهېوادونو په کاري لومړيتوب کې ځاى ورکړى شي او منسجم اوګډ اقدامات ترلاس لاندې ونيول شي .
  ختم_ ف _ اکرم

Last modified on Wednesday, 19 June 2019 14:07

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.