دايران سفير دهېواد دبهرنيو چارو له وزير سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي ٢٩مه :
دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په کابل کې دايران له سفير محمد رضا بهرامي سره وکتل .
باختراژانس ته دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې ،  دايران سفير دمهاجرت دنړيوال سازمان  دمعاونيت  لپاره  له ډاکترې ثريا دليل سره  دخپل هېواد  دملاتړ خبرورکړ او په هرات ښار کې دخپل هېواد  دفرهنګي دفتر دپرانستلو لپاره  دافغانستان  دولت دهمکارۍ غوښتنه وکړه .
  دبهرنيو چارو وزير هم  دمهاجرت  دنړيوال سازمان  دمعاونيت لپاره  دافغانستان  له نوماندې څخه  دملاتړ په خاطر دايران  له ژمنې څخه په قدرداني سره  ددواړو هېوادونو ترمنځ دهمکاريواو دوستانه اړيکو په دوام باندې ټينګار وکړ .
  ختم_ ف _اکرم

 

Last modified on Wednesday, 19 June 2019 14:06
back to top