مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/باختر/دغبرګولي٣٠مه
په جلال آباد ښارکې د نننۍ تروریستي پېښې په اړه مطبوعاتي اعلامیه
د هېواد جمهورريیس د افغانستان د دښمنانو او فتنه ګرو دغه جنایت په سختو ټکو غندي چې نن سهار یې د جلال آباد ښار د دویمې ناحیې اړوند سیمه کې د ماین د چاودنې له امله زموږ یو هېوادوال شهید او یو شمېر نور ټپیان کړل.
وحشي تروریستان به د دغه ډول بریدونو او جنایتونو په ترسره کولو سره نه خپله ماته پټه کړای شي او نه به هم په روښانه راتلونکي زموږ د خلکو باور او ټینګه اراده کمزورې کړي، ځکه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د هېواد په هر ګوټ کې هغوی پیدا او له منځه یوسي.
جمهوررئیس غني اړوندو ارګانونو ته د یادې پېښې د هراړخیزې څېړنې ترڅنګ د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ مسوولینو ته د ټپیانو د سالمې درملنې لارښوونه کړې ده.#
پای - ف

back to top