23 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

کابل /دلړم لومړى / باختر د دوامدارې برښنا لرلو لپاره د...

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دکابل په موسهي ولسوالۍ کې...

صلاح الدين رباني استعفا وکړه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

لويه څارنوالي د برېښنا پوروړي تر عدلي تعقيب لاندې نيسي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/باختر/دغبرګولي٣٠مه
د افغانستان برېښنا شرکت او لویې څارنوالۍ ترمنځ د ګډو همکاريو هوکړه ليک نن لاسليک شو.
د افغانستان برېښنا شرکت د هغو کسانو او اشخاصو د عدلي او قضايي تعقيب په موخه چې په غيرقانوني ډول د برېښنا له انرژۍ څخه ګټه اخلي؛ د لويې څارنوالۍ له ادارې سره يو هوکړه ليک لاسليک کړ.
دغه هوکړه ليک د لويې څارنوالۍ مرستيال څارنپوه نورحبيب جلال او د افغانستان برېښنا شرکت اجراييوي لوى رييس انجنير امان الله غالب لاسليک کړ.
د دغه هوکړليک پر بنسټ د افغانستان په کچه د برېښنا د غلو او ناوړو ګټې اخيستوونکو (دعدلي تعقيب لپاره د لويې څارنوالۍ او برېښنا ) ګډه کمېټه جوړه شوې ده او په خپل وخت د هغو کسانو شهرت چې د برېښنا انرژي غلا کوي يا د برېښنا تاسيساتو ته زيان رسوي، د جزا کود د صراحت په رڼا کې د عدلي تعقيب په غرض لويې څارنوالۍ ته ورپېژني.
لويه څارنوالي په جدي توګه قضيې څېړي او پايله يې د افغانستان له برېښنا شرکت او خلکو سره شريکوي.
پاى \ف\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.