16 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دسيمه ييزې اردو په لسګونو سرتيري دننګرهار په خوږياڼيو کې ځاى پرځاى شول

کابل /دليندۍ ٢٥مه / باختر : دسيمه ييزې اردو په لسګونو...

نظام الدين قيصاري په تېښتې بريالي شو

کابل /دليندۍ ٢٥مه / باختر : دبلخ امنيتي مسوولين وايي ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د جمهورريیس غني په مشرۍ د وسله‏ وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۱ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله ‏وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه پرون مازیګر په دلګشا ماڼۍ کې جوړه شوه.
د جمهوررییس د ویاند دفتر باختر آژانس خبر ورکړ:
په پیل کې جمهورريیس غني د کابل په شپاړسمه ناحیه کې د نننۍ تروریستي پېښې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د رسېدګۍ په خاطر اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د یادې پېښې د پېښېدو څرنګوالی دې په جدي ډول وارزول شي او ډېر ژر دې جمهوري ریاست ته راپور وړاندې شي.
وروسته د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول په بلخ، بغلان، کندز، سرپل، لوګر، پکتیا، کندهار، روزګان، فراه، غور او هرات کې د دښمن ګواښونو ته د ځواب ویلو په خاطر د نیول شویو تدابیرو او پلانونو په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ.
دغه راز د میدان وردګو او زابل او شمال لومړي لمبر لویو لارو د امنیت د ټینګښت او په دغو مسیرونوکې د امنیتي ګواښونو او ترسره شویو اقداماتو په اړه راپور غونډې ته وړاندې شو او د یادو لویو لارو د امنیت د ښه والي په خاطر لازمې لارښوونې وشوې.# 
پای – و

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.