18 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کابل کې د واده پر مراسمو ځانمرګى بريد

په کابل کې د واده پر مراسمو ځانمرګى بريد

کابل / باختر\ د زمري٢٧مه د کابل ښار د شپږمې ناحېې...

په جوماتونو کې چاودنه د اسلام او شريعت پرخلاف ده

په جوماتونو کې چاودنه د اسلام او شريعت پرخلاف ده

کابل / باختر\ د زمري٢٦مه د ملي امنيت شورا د يوې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د جمهوررییس په مشرۍ د ټاکنو له ملاتړي ګروپ سره د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو په اړه غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١١مه
د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون، نړیوالې ټولنې او د حکومت ګډه غونډه نن له غرمې مخکې په دلګشا ماڼۍ کې جوړه شوه.
د جمهوررییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې جمهوررییس په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر کارکوونکو تروریستي برید په سختو ټکو وغانده او یوځل بیا یې د قربانیانو کورنیو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټولو هېوادوالو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.
د غونډې د اجنډا مطابق په راتلونکو ټاکنو کې له ټکنالوژۍ څخه د استفادې لپاره د بودجې د تدارکاتو پر موضوع د بحث پرمهال جمهوررییس غني لارښوونه وکړه چې له ځنډ پرته دې سر له ننه د تدارکاتو موضوع پیل شي او د ملي تدارکاتو کمېسیون دې د اړتیا وړ پاتې تخنیکي لوازمو د برابرولو پړاوونه بشپړ کړي.
همدارنګه د ټاکنو د بودجې پر موضوع له مفصل بحث وروسته د مالیې وزارت ژمنه وکړه چې له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ به د ټاکنو خپلواک کمېسیون د بودجې جزئیات نن نهایي او په هغه کې به د دولت د بودجې او همدارنګه د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو اندازه مشخصه شي.
د هېواد جمهوررییس د ټاکنو پر شفافیت او د ټاکنو په بهیر کې د دولتي مسوولینو پر نه مداخلې د ټینګار ترڅنګ، د ټاکنو بهیر دقیقه څارنه د ټاکنو پروسې د شفافیت لپاره ارزښتناکه وبلله او له نړیوالې ټولنې او د ټاکنو له اړوندو بنسټونو څخه یې په ټینګار د ټاکنو پروسې د هر پړاو د دقیقې څارنې غوښتنه وکړه.#
پای - و

 

Last modified on Wednesday, 03 July 2019 05:45

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.