16 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دسيمه ييزې اردو په لسګونو سرتيري دننګرهار په خوږياڼيو کې ځاى پرځاى شول

کابل /دليندۍ ٢٥مه / باختر : دسيمه ييزې اردو په لسګونو...

نظام الدين قيصاري په تېښتې بريالي شو

کابل /دليندۍ ٢٥مه / باختر : دبلخ امنيتي مسوولين وايي ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د جمهور‌ريیس غني په مشرۍ د قندهار ولایت امنیتي غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۲مه
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهورريیس او د هېواد د وسله‌وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني قندهار ته د خپل سفر پر مهال، د دغه ولایت امنیتي غونډه رهبري کړه.
لومړی د قندهار ولایت امنیتي مسوولینو جمهورريیس ته د سویل زون او په ځانګړي ډول د قندهار ولایت د عمومي امنیتي وضعیت راپور وړاندې کړ او زیاته یې کړه، د امنیتي ارګانونو ترمنځ غوره همغږي شته او د دښمن د ځپلو لپاره ټول عملیات ښې لاسته ‌راوړنې لري.
جمهورريیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو، قربانیو او اتلولیو د ستاینې ترڅنګ زیاته کړه، د قندهار خلک امنیت غواړي او په قندهار کې د ناامنیو زیاتوالی د منلو وړ نه دی. جمهورريیس امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د قندهار ښار د غوره امنیت د ټینګښت لپاره لازم اقدامات وکړي.
جمهورريیس غني وویل، په عملیاتو کې د هیواد د هوایي ځواکونو فعالیتونه مؤثر دي او هوایي ځواکونه به زیات شي. هغه د قندهار ولایت امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د عملیاتو پر مهال د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي.# پاى-ع


 

Last modified on Wednesday, 03 July 2019 13:08

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.