12 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سولې لپاره د ښه نیت مهم ګام

کابل / د لړم ۲۱ مه / باختر د افغانستان حکومت...

د پکتیکا په امنیت کې ښه والی راځي

ښرنه/دلړم۲۱مه/باختر د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه...

په پکتیکا کې ۲۵۰ کورنیو لپاره د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړ شول

ښرنه/دلړم۲۱مه/باختر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت؛ د بڼوالۍ او مالدارۍ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دالمان او قطر په کوربه توب بين الافغاني خبرې ډېر ژر ترسره کېږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ ١٢مه :
ټاکل شوې ده  دالمان اوقطر  دګډ کوربه توب بين الافغاني  خبرې دچنګاښ دمياشتې په پنځلسمه او شپاړلسمه نيټه ترسره شي .
باختراژانس دهشت صبح ورځپاڼې له خولې خبرراکړ.دافغانستان او پاکستان لپاره دالمان ځانګړي استازي مارکس پونزل په قطر کې  ويلي دي چې دغه غونډه ددوو ورځو لپاره پلان شوې ده .
هغه دغه راز ويلي دي چې دطالبانو ډله په دې غونډه کې د نورو غونډو په شان مخکني شرطونه لري  .
طالبانو ويلي دي چې هيڅوک به دکابل له حکومت څخه په دې غونډه کې استازيتوب ونه کړي .
په قطر کې دطالبانودډلې ددفتر وياندسهيل شاهين په تويتر کې ليکلي دي ( که چېرې  بهرني ځواکونه دبين المللي شاهدانو په وړاندې دخپلې وتنې ټاکل شوي جدول اعلام کړي ، بين الافغاني  خبرې به پيل شي خو دکابل له ادارې سره به دحکومت په توګه خبرې ونه شي .
  که څه هم تراوسه پورې روښانه نه ده چې کوم کسان به دغونډې په دې پړاو کې ګډون وکړي خو د دغې غونډې خبري سرچينې وايي  هغه فهرست چې له ٤٥ څخه تر شپېتو کسانو پورې پکې شامل دي ددې غونډې دبرابروونکي الماني بنسټ له خوا ترتيب شوى دى .
دافغانستان حکومت وايي چې دوى تراوسه پورې ددې غونډې دجزيياتو په باب معلومات نه لري .
دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل زاد څه موده مخکې دافغانستان له حکومت څخه غوښتي و چې دبين المللي  خبرو  دپيل لپاره دې په گڼ شمېر سره پلاوى چمتو کړي .
دجمهوري رياست وياند صديق صديقي  وايي په دغو خبرو يا پروګرام کې هره غونډه چې شته او په هره موخه چې تعقيب شي موږ دغو دبرخه والو په باب معلومات نه لرو .
دجمهوري رياست دوياند دڅرګندونوله مخې، هغه افراد او اشخاص چې دغې غونډې ته بلل شوي دي  له خپلو شخصي  پتو څخه او په شخصي ظرفيتونو سره ګډون کوي .
ختم_ عطاالله_ اکرم

Last modified on Wednesday, 03 July 2019 13:55

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.