12 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سولې لپاره د ښه نیت مهم ګام

کابل / د لړم ۲۱ مه / باختر د افغانستان حکومت...

د پکتیکا په امنیت کې ښه والی راځي

ښرنه/دلړم۲۱مه/باختر د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه...

په پکتیکا کې ۲۵۰ کورنیو لپاره د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړ شول

ښرنه/دلړم۲۱مه/باختر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت؛ د بڼوالۍ او مالدارۍ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ ١٢مه :
اوسني ناوړه شرطونه او حالت دافغانستان خلکو ته بلنه ورکوي چې په  خپله  په کار لاس پورې کړي او دخپل هېواد  دستونزې غوټه پرانيزي .
دباختراژانس مفسر ليکي: دافغانستان سياسي اوپوځي حالت له پخوا  څخه پېچلى دى .
ديوشمېر  څېرو او شخصيتونو ضد او نقيضو خبرو چې په افغانستان کې تعريف شوې ګټې اويا شتون لري دحالاتو پېچلتيا يې زياته کړې ده .
هغوى په افغانستان کې کله دسولې او اوږدې جګړې دپاى ته رسېدو خبرې کوي کله هم  دبهرنيو ځواکونو دوتلو ، کله هم  داستخباراتي شتون ددوام  او وروسته هم په خپله  اندېښنه څرګندوي اوراتلونکې خطرناک تعريفوي   ، افغانستان له بهرنيو  ځواکونو پرته دډار اچوونکو ډلو  ځاله بولي هغه خبرې  چې له وېرې  او هيلې سره يوځاى دي او په ځينو حالاتو کې هم ضد او نقيضې خبرې کوي   دوېرې  او هيلې په څپه کې له افغانستان څخه دوتلو مسئله دکوم برداشت پربنسټ طرحه کېږي .
  څرګنده  او روښانه  خبره داده چې  دافغانستان په قضيه کې هر ښکيل هېواد ، هرسازمان اوهر جريان خپلې ګټې لري او په همدغو ګټو پسې روان دي .
په دې   څپه کې دا دافغانستان ګټې دي چې مبهمې او نامعلومې دي .
دافغانستان دولت چې دملي ارادې ممثل دى ټينګار کوي چې دافغانستان دخلکو لپاره په هر سياسي حرکت کې دتېرو اتلسو کلونولاس ته راوړنو ساتنه او داساسي قانون رعايتول سره کرښه ده چې هيڅکله به په هغې معامله ونه شي .
دتاريخ دشهادت پربنسټ بهرنى کړۍ  بايد په دې پوه شي چې دافغانستان خلکو  هيڅکله  اجازه نه ده ورکړې چې دهغوى په برخليک معامله وشي .
که چېرې  په تېرو وختو کې معامله شوې ده علت يې په دې کې دى چې زموږ خلک اوسياستوال لازم پوخوالي ته  نه و رسيدلي خو دتېرو دوو لسيزو  پېښو  په تېره بيا په افغانستان کې نيابتي جګړو  يوشمېر ټاکلو هېوادونو زموږ خلک  په زياتو واقعيتونو خبر کړي دي  چې په شاوخوا کې يې څه تېرېږي  او په نړۍ کې څه تېرېږي .
دافغانستان ، سيمې او نړې حالت زموږ خلکو ته ورزده کوي  چې په خپله ، خپله واوسي.
سياست ته ورودانګي او دخپل هېواددستونزو  غوټه په خپله  پرانېزي دپرديو دول ته ونه ګډېږي . او خپلو ګټو ته چې دافغانستان ګټې او ملي ګټې دي  ارجحيت  ورکړي او داهغه  وخت شونې دى چې موږ يو والى دهغه په کلي مفهوم سره رامنځته کړو .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

 

Last modified on Wednesday, 03 July 2019 14:22

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.