19 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې د طالبانو د ولسوال وژل کېدل

په لوګر کې د طالبانو د ولسوال وژل کېدل

کابل \باختر\ د زمري ٢٧ مه د لوګر د پل علم...

په تخار کې دوه کسان د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

په تخار کې دوه کسان د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه د تخار د ملي امنيت د...

 په فارياب کې د ١٧ وسله والو طالبانو وژل کېدل

په فارياب کې د ١٧ وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه د دوو ازبکستانيو اتباعو په ګډون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کابل کې دامريکا سفير : دسولې په خبرو کې دامريکا ټينګار په څلورو کليدي موضوعګانو دى .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ ١٢مه :
دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني  دامريکا دمتحده ايالاتو له سفير جانبس سره وکتل .
باختراژانس ته  دبهرنيو چارو وزارت  دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې ،  په دې کتنه کې  دامريکا دمتحده ايالاتوسفير  هېله  څرګنده کړه چې په قطر کې دامريکا او طالبانو داستازو ترمنځ دخبرو اووم پړاو  ښه پايله ولري .او دبين الافغاني خبرو لپاره دپيل ټکى وي .
  هغه وويل  چې امريکا په خبرو کې په څلورواړه  کليدي موضوعګانو باندې ټينګار کوي  اودهيڅ موضوع په باب به  په يوازيتوب سره  موافقه ونه شي .
دبهرنيو چارو وزير هم  المان ته دخپل وروستي سفر او  له الماني مقاماتوسره دخپلو خبرو په باب دسولې په بهير کې  ددغه هېواد  درول په باره کې  معلومات ورکړل .
دواړو لورو دجمهوري رياست دراروانو انتخاباتو او دهغوبين الافغاني خبرو په باب چې ټاکل شوې ده  دقطر ددولت او دالمان دفدرالي جمهوريت په گډ نوښت سره  دجولاى دمياشتې   په اووم او اتمه نيټه په دوحه کې  ترسره شي  خبرې وکړې . ختم_   عطاالله _اکرم

 

Last modified on Wednesday, 03 July 2019 14:22

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.