جمهورريیس: سوله زموږ هدف دی، خو د هېواد پر امنیتي او دفاعي ځواکونو هېڅکله معامله نه کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل/باختر/د چنګاښ ۱٣مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمداشرف غني قندهار ته د خپل سفر په لړ کې د ۲۰۵ اتل قول اردو له سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره په جلا کتنو کې د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه واورېدل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې عبدالمالک د سرتېرو، محمد غوث اکبري د بریدملانو او حمیدالله د افسرانو په استازیتوب خبرې وکړې او د معاشاتو د زیاتوالي، د وسایلو د کمبود، د درملو د پر وخت اکمالاتو، د هوا له لارې د اردو د ټپیانو د لېږد او د لوړو زده کړو، ترفیعاتو او ظرفیت لوړولو کورسونو ته د زمینې برابرولو په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهورريیس سره شریک کړل. 
وروسته جمهورريیس غني د ۲۰۵ اتل قول اردو له پرسونل سره په ستره غونډه کې کې ګډون وکړ او په خپله وینا کې يې د هېواد د ساتنې په برخه کې د دغو ځواکونو د زړورتیا او مېړانې قدرداني وکړه.
د هېواد جمهورريیس زیاته کړه: ۲۰۵ اتل قول اردو د هېواد د سترو شخصیتونو ميراث دی، تاسې د لوی احمدشاه بابا، شاه محمود هوتکي او زموږ د ویاړلو جنرالانو د اتلوليو او مېړانې او دفاع کوئ. هغه زیاته کړه: هغه بیرغ چې تاسې په خپلو لاسونو کې نیولی، له احمدشاه بابا څخه تاسې ته په میراث پاتې دی.
جمهوررېیس غني د یادې قول اردو د پرسونل ستونزو او وړاندیزونو ته په اشارې وویل، پولیس او اردو جدي پاملرنې ته اړتیا لري، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه باید په دې برخه کې عاجل اقدامات وکړي.
جمهوررېیس وویل: ترفیع د ځواکونو حق دی، باید اساسي پاملرنه ورته وشي او هغه کسان چې د جګړې په ډګر کې دي، دغه موده دې د هغوى په ترفیعاتو کې محاسبه شي.
جمهورريیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، هغه سرتېري چې له درېیو کلونو څخه زیات په خپله دنده کې پاتې وي، واضح لېست یې ترتیب کړئ، چې د ترفیع په برخه کې یې اقدام وشي.
دغه راز د هېواد جمهوررېیس د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له رهبرۍ څخه وغوښتل چې د قول اردوګانو تجهیز او اکمال سرعت ته پام وکړي.
جمهورريیس د ۲۰۵ اتل قول اردو پرسونل ته په خطاب کې وویل: ستاسې له برکته هر ګاونډي ته وايم چې زه د ازاد، خپلواک او عزتمند افغانستان استازیتوب کوم. ستاسې له برکته ګاونډیانو ته په سرلوړۍ وایم که موږ منئ، موږ مو هم منو، له دې پرته د افغانستان اردو او مسلح قواوې حاضرې دي د خپلې وینې تر وروستي څاڅکې د افغانستان دفاع وکړي.
هغه زیاته کړه: اوس ټولې نړۍ ته روښانه شوه چې تاسو په تېرو شپږو میاشتو کې له دفاعي حالت څخه وتلي یاست او تعرضي حالت مو خپل کړی دی.
د هېواد جمهورريیس د افغانستان د سولې پروسې ته په اشارې وویل: د سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنو او لارښوونو په اساس د سولې خبرې تعقیبوو او مخکې ځو. سوله زموږ هدف دی، اما پر امنیتي او دفاعي قوتونو هېڅکله هم معامله نه کوو.
جمهورريیس څرګنده کړه، د سولې تر موافقې وروسته به هم ستاسو په شمېر کې کموالی نه راځي، ځکه په ټول هيواد کې د بشپړ امنیت د ټینګښت لپاره ستاسو حضور حتمي او ضروري دی.
د هېواد جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې دغو ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې د جمهوري ریاست په راتلونکو ټاکنو کې خپله بې طرفي وساتي او د دې ملي پروسې د امنیت د تامین لپاره هڅې وکړي.
پاى/ذ

back to top