08 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د کندهار ولایتي شورا له غړو سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / باختر/ د چنګاښ۱٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررييس محمد اشرف غني کندهار ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ د دغه ولایت د ولایتي شورا له غړو سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د کندهار ولایتي شورا ريیس سیدجان خاکریزوال، نعمت الله شېردلي، فدا محمد افغان او زرغونه کاکړ د ولایتي شورا د غړو په استازیتوب خبرې وکړې او د افغانستان د سولې پروسې، د کندهار پوهنتون د پراختیا او د دغه پوهنتون د ماسټرۍ پروګرم د پیل، د روغتیایي خدماتو د ښه‌ والي، د امنیت تامین ته د پاملرنې په ځانګړي ډول سرحدي ولسوالیو او په دغه ولایت کې د ښځینه بندیانو د ستونزو په برخو کې خپل نظرونه او وړاندیزونه د جمهورريیس سره شریک کړل.
جمهورريیس غني د کندهار ولایتي شورا د غړو له نظرونو او وړاندیزونو څخه د مننې ترڅنګ وویل: نن سهار مې د احمد شاه بابا کور ولید او دغه تاریخي ځای به د ارګ د سلام خانې ماڼۍ په شان ورغاول شي او د کندهار والي ته یې لارښوونه وکړه چې د کندهار ښار پراختیا ته جدي پاملرنه وکړي.
د هېواد جمهورريیس وویل: د ښځینه بندیانو ستونزو ته رسیدګي کېږي او اړوند بنسټونه به د قانون پر بنسټ د ښځینه بندیانو د ستونزو د حل په برخه کې اقدام وکړي.
جمهورريیس د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ولایتي شورا له غړو سره دې په ګډه، د دغه ولایت د سرحدي ولسوالیو د امنیت د تامین لپاره مشخص وړاندیزونه ترتیب کړي.
جمهورريیس د کندهار ولایتي شورا غړو ته څرګنده کړه: حکومت د سولې پروګرام د سولې مشورتي لویې جرګې د وړاندیزنو او پرېکړو پر بنسټ مخته وړي او زموږ هڅه دا ده چې ډېر ژر د سولې په چوکاټ کې هوکړې ته ورسېږو.
دغه راز جمهورريیس د کورنیو چارو وزارت او کندهار والي ته لارښوونه وکړه چې د شهیدانو وارثینو په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د ځمکو د وېش امکانات برابر کړي.#
پاى – و

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.