18 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په جوماتونو کې چاودنه د اسلام او شريعت پرخلاف ده

په جوماتونو کې چاودنه د اسلام او شريعت پرخلاف ده

کابل / باختر\ د زمري٢٦مه د ملي امنيت شورا د يوې...

د جنايي جرمونو په اړوند د٢٥ کسانو نيول کيدل

د جنايي جرمونو په اړوند د٢٥ کسانو نيول کيدل

کابل / باختر\ د زمري٢٦مه د هېواد په پنځو ولايتونو کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني: په کندهار ولایت کې یو لوی دارالعلوم جوړېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۳ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني کندهار ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ د دغه ولایت له عالمانو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې مولوي فیض الحق او مولوي عبیدالله فیضاني د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د امام اعظم ابوحنیفه (رح) د سمپوزیم د جوړېدو په خاطر یې چې د اسلامي هېوادونو عالمانو پکې ګډون کړی و، له جمهورريیس څخه مننه وکړه او د مسلمانانو ترمنځ یې د یووالي د تحکیم په برخه کې د دغه سمپوزیم جوړېدل عالي اقدام وباله.
دغو عالمانو په کندهار ولایت کې د مدرسو، جوماتونو او د یوې عمومي دارالافتاء د جوړېدو، د عالمانو لپاره د کاري زمینې د برابرولو او د دغه ولایت د حج او اوقافو ریاست د تشکیل د زیاتېدو په برخوکې یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهورريیس سره شریک کړل.
جمهورريیس غني د هېواد د عالمانو د هڅو مننه وکړه او ويې ویل: په ټول هېواد کې د جوماتونو د جوړېدو په خاطر اقدام شوی او د کندهار ولایت په کچه یو لوی دارالعلوم جوړېږي، دغه راز مې د کندهار والي ته لارښوونه کړې چې د دې مدرسې د جوړېدو لپاره ځمکه په پام کې ونیسي.
د هېواد جمهورريیس زیاته کړه: د مرکزي دارالافتاء د جوړېدو ترتیبات نیول شوي، خو په دې برخه کې زیاتې پاملرنې ته اړتیا ده.#
پاى – و

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.