23 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

مطبوعاتي اعلامیه

کابل/دتلې۳۰مه/باختر د کاناډا د لومړي وزیر په توګه د جسټن تروډو...

په کونړکې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د پنځه کلن ماشوم ژغورل

کابل/دتلې۳۰مه/باختر د کونړ د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني: د کندهار د صنعتي کولو په برخه کې حکومت د هر اقدام ملاتړ کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۳ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني کندهار ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ نن له غرمې مخکې د دغه ولایت له سوداګرو او صنعت کارانو سره وکتل او د دوی غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د کندهار والي حیات الله حیات هم حضور درلود، په پیل کې حاجي نصرالله زهیر، نعمت الله نعمت او حاجي محمد سعید د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، داخلي صنعت او تولیداتو ته یې د هېواد د جمهورريیس د پاملرنې او ملاتړ مننه وکړه.
یادو ویناوالو جمهورريیس ته په کندهار ولایت کې د صنعتي انقلاب د پیل د زېری ترڅنګ، د مالیاتو او بیلانس د تنظیم ، د کارخانو د ماشین آلاتو بهرنیو متخصصینو ته د ويزې د ورکړې په برخه کې د اسانتیا برابرولو، په صنعتي او کرنیز پارک کې زېربناوو ته د پاملرنې، د صنعت او کانونو، د صنعتي پارک ځمکو د غصب د مخنیوي، په تحصیلي بنسټونو کې د تخنیکي او صنعتي انجنیرۍ د څانګو د جوړولو، له کندهار څخه ډيلي ته د هوایي دهلیز له لارې د الوتنو په پام کې نیولو او د عبدالمجید زابلي په نوم د کندهار د صنعتي پارک د نومولو په برخو کې، خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهورريیس سره شریک کړل.
جمهورريیس غني د يادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته، داخلي صنعت او تولیداتو ته د سوداګرو او صنعت کارانو د پاملرنې او وړاندیزونو مننه وکړه او ويې ویل: پنځه کاله مخکې په کندهار کې د صنعت څرک هم نه لګېدو، خو نن تاسې د درملو او د کندهار له میوو څخه د جوسو د تولید د فابریکو د جوړولو زېری راکړ چې دا د ډېرې خوښۍ ځای دی.
هغه زیاته کړه: د کندهار صنعتي کول پیل شوي او په دې برخه کې زه او د افغانستان حکومت د هر اقدام ملاتړ کوو.
د هېواد جمهورريیس له ټولو دولتي ادارو وغوښتل چې په خپلو تدارکاتي چارو کې دې داخلي تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي، دغه راز یې د هېواد ټولو قول اردوګانو ته لارښوونه وکړه چې د کندهار د میوو له تولید شویو جوسو څخه استفاده وکړي.
دغه راز د هېواد جمهوررييس د کندهار والي حیات الله حیات ته لارښوونه وکړه چې د کندهارصنعتي پارکونو لپاره دې ٢٠ زره جریبه ځمکه په پام کې ونیسي.
جمهورريیس زیاته کړه: د کندهار صنعتي پارک دې د عبدالمجید زابلي په نوم ونومول شي.
جمهورريیس غني د هوايي دهلېز له لارې له کندهار څخه ډيلي ته د یوه پرواز په پام کې نیولو سره د صنعت کارانو او سوداګر غوښتنې ته په اشارې وویل: له کندهار څخه ډيلي ته پروازونه پیلېږي، خو تاسې باید مشخصه نقشه ولرئ چې له کندهار څخه الوتکه ډکه ولاړه او ډکه راستنه شي.
جمهورريیس غني، له صنعت کارانو او سوداګرو څخه وغوښتل چې په ټول هېواد کې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او لېږد د غوړېدا په خاطر د ترانسپورټ پر سکتور پانګونه وکړي.#
پاى – و

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.