د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د امريکا له سفير سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٣مه
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ادريس زمان، د امريکا د متحده ايالاتو له سفير جان بس سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دواړ لورو د جمهوري رياست د راتلوونکو انتخاباتو، د جمهوررييس د وروستيو سفرونو، په قطرکې د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو په اووم پړاو کې  د پرمختګونو، بين الافغاني خبرو اترو او په هېواد او سيمه کې د روانو سياسي حالاتو په باب خبرې اترې وکړې.
پاى \ج \ ذ

Last modified on Thursday, 04 July 2019 11:34
back to top