25 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په قندهار کې ١٣...

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په روزګان کې پنځه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني ته د احمدشاه بابا او میرویس نیکه د کورونو کیلیانې وسپارل شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/د چنګاښ ۱٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني قندهار ته د سفر په جریان کې تېر ماسخوتن د یاد ولایت مشرانو او متنفذینو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې زاهدي، حاجي ګلبدین، حاجي عبدالرحیم، قاري محمدهاشم د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال جمهورريیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د جمهورريیس، کړنې، لاسته راوړنې او پرمختګونه وستایل.
یادو ویناوالو د سولې، د سېلابونو د مخنیوي، د سړکونو، امنیت، زده کړو، روغتیا، استنادي دېوالونو، د کرنې د ودې، محصولاتو ته د بازارموندنې، ډیمونو او بندونو د جوړولو، د ولسوالیو د اداري ودانیو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندېزونه له جمهورريیس غني سره شریک کړل.
د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ښاري پراختیا مرستیال روښان ولسمل د احمدشاه بابا او میرویس نیکه کورونو د استملاک بهیر په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د جمهورريیس له پاملرنې او همدارنګه د میرویس نیکه او احمدشاه بابا له ورثو څخه مننه وکړه.
نوموړي وویل، د جمهورريیس په لارښوونه د میرویس نیکه کور د استملاک لپاره ګومارل شوی پلاوی به ډيرژر خپلې چارې پیل او بشپړې کړي. هغه زیاته کړه د میرویس نیکه د مقبرې د پراختیا لپاره به خپله انکشافي بسته د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې کړي.
ورپسې حاجي محمدظاهر ابدالي د احمدشاه بابا او حاجي محمدولي هوتک د میرویس نیکه د ورثو په استازیتوب د دغو کورونو د استملاک په برخه کې د جمهورريیس د پاملرنې او اقدام قدرداني وکړه او همدارنګه یې د هېواد د تاریخي ابداتو په توګه د دغو دوو کورونو د خوندیتوب له امله د جمهورريیس قدرداني وکړه.
دوی همدارنګه د احمدشاه بابا او میرویس نیکه د کور د کیلیانو د سپارلو پرمهال جمهورريیس غني ته د عزت پګړۍ هم ور په سر کړې.
جمهورريیس غني د وینا پرمهال وویل، که میرویس نیکه او احمدشاه بابا نه وای، موږ او افغانستان به هم نه وای، دوی دواړه د تقوا نمونې وې او نن سهار د احمدشاه بابا کور ته د ورتلو ویاړ را په برخه شو. هغه زیاته کړه، ژمنه مې داده چې دا دواړه کورونه به په اساسي توګه جوړېږي او د افغانستان او قندهار په موزیمونو به بدلېږي.
جمهورريیس څرګنده کړه، هر افغان باید د احمدشاه بابا او میرویس نیکه کورونو ته راشي او د وطنپالنې الهام ورڅخه واخلي. د احمدشاه بابا د کور په ګډون به د هغه د وخت شادي بازار هم بېرته احیا شي او په دې اړه یې د ښار جوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه.
محمداشرف غني وویل، د قندهار ښکار د انکشافي پلان لپاره بین المللي شرکت استخدام شوی او قندهار به یو ځل بیا په اشرف البلاد بدل شي. هغه د قندهار والي ته په ټینګار سره د پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې د مافیا د ماتولو لارښوونه وکړه، او ويې ویل، د قندهار بشري قوا باید له هېڅ ځای څخه کمه نه وي.
د هېواد جمهورريیس وویل، د احمدشاه بابا او میرویس نیکه درس موږ ته دادی چې د تورو شپو پسې رڼا حتمي ده، خو ټینګه اراده، یووالی او پولادي عزم پکار دی چې دا مقدسه خاوره له جنګ څخه وباسو، هوساینې او ثبات ته یې ورسوو. پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.