-کابل/باختر/د چنګاښ ۱٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني زابل ته د خپل سفر پر مهال نن سهار د دې ولایت ولایتي شورا غړو او ريیس سره وکتل او په بېلابېلو برخو کې یې د دې شورا ستونزې، غوښتنې او وړاندېزونه واورېدل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
ددغې کتنې په پیل کې د زابل ولایتي شورا ريیس حاجي عطاجان حق بیان د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او جمهورريیس ته یې ښه راغلاست ووایه.
نوموړي د ګمرک سرحدي کنډک د ایجاد، هوایي ډګر، کارېزونو، اداري فساد د مخنیوي، ولایتي روغتون د تخصصي کېدو، د زابل په پوهنتون کې د کرنې او شرعیاتو پوهنځیو د ایجاد، د زابل د کادرونو د استخدام، د سړکونو د بیارغاونې، روغتیایي مرکزونو، ولسوالیو ته د ولسي تړون د پروګرام د غځولو او د زابل ولایت د حاجیانو د ونډې د زیاتولو په برخو کې خپلې ستونزې، وړاندېزونه او غوښتنې له جمهورريیس سره شریکې کړې.
جمهورريیس غني دزابل ولایتي شورا ريیس څخه د دغه ولایت د واضح ستونزو او غوښتنو د شریکولو په خاطر مننه وکړه او ويې ویل، ستاسې د ستونزو او غوښتنو د حل په برخه کې حکومت مکلفیت لري چې کوټلي اقدامات وکړي.
دغه راز جمهورريیس غني د فساد د مخنیوي او د زابل ولایتي روغتون د وضعیت د ښه والي په خاطر لازمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه: د زابل د وچې مېوی دبازار موندنې او لېږد لپاره پلاوی ټاکل شوی دی.
جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، هغه ولسوالان چې زیاته موده یې پر خپلو څوکیو په یاده ولسوالۍ کې تېره کړي وي تغیر او تبدیلېږي، همدارانګه به د زابل هرې ولسوالۍ کې یو جومات په پاخه او اساسي ډول جوړ او نور جوماتونه به یې هم ترمیم او بیاورغاول شي.#
پاى-ع