22 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

کابل\ باختر \ د زمري ٣١ مه د افغانستان د اسلامي...

 په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري ٣١ مه شل وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ولسي جرګې منشي او د منشي نايب څوکیو ته کاندیدانو و يې نه شو کړاى دغه څوکۍ ترلاسه کړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٥مه
په ولسي جرګه کې د خلکو استازو نن هم بريالي نه شول د دې جرګې منشي  او د منشي نايب انتخاب کړي.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د ولسي جرګې د منشي څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د يوې ښځې په ګډون پنځو تنو ځانونه کاندیدان کړي وو چې د رايې اخيستنې په پايله کې مير داد نجرابي او کريم اتل زياتې رايې وګټلې، خو و يې نه شو کړاى «پنځوس جمع يو» رايې ترلاسه کړي؛ په همدې دليل سبا هم دغه نوماندان د منشي څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره سيالي کوي.
په همدې ترتيب د ولسي جرګې د منشي د نايب څوکۍ لپاره درې تنه کاندیدان وو چې هېڅ يو یې و نه شو کړاى «پنځوس جمع يو» رايې ترلاسه کړي.
د دې رايې شمېرنې مخکښ کانديدان جاوديد صافى او نيلوفر صوفي جلالي سبا ته د منشي د نايب څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره سيالي کوي.
پاى \ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.