11 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فضل هادي مسلم یارپه کابل کې  دچګ جمهوريت  له سفير سره وکتل

فضل هادي مسلم یارپه کابل کې دچګ جمهوريت له سفير سره وکتل

کابل /دليندې ١٩مه /باختر : د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم...

د( ګنج  قناعت)  دښکلې ليکنې داثارو نندارتون پرانستل شو .

د( ګنج قناعت) دښکلې ليکنې داثارو نندارتون پرانستل شو .

کابل /دليندې ١٩مه /باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/د چنګاښ ۱۶مه
په غزني ښار کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه
په ژورې خواشینۍ سره چې طالبانو نن سهار د غزني ولایت په مرکز کې په یوه وحشیانه تروریستي برید کې د زده کوونکو په ګډون زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل. 
جمهوررییس غني د دغه جنایتکارانه برید د سخت غندلو ترڅنګ وویل: طالبانو چې د دغه زشت او بې ننګه عمل مسوولیت ومانه او پر ملکي وګړو په ځانګړي ډول معصومو کوچنیانو او عامه تاسیساتو یې برید وکړ، یو ځل بیا له افغانانو سره خپله ښکاره دښمني ثابته کړه او دغه کار یې بشري جنایت ګڼل کېږي.
جمهورريیس وویل: طالبانو د دغه تروریستي برید په ترسره کولو سره وښوده چې عمل او خبرې یې جدي تناقض لري. په داسې حال کې چې په قطرکې مذاکرات کوي، خو په افغانستان کې هره ورځ خپل لاسونه د بې ګناه وګړو په ځانګړي ډول د ښځو او کوچنیانو په وینو لړي.
جمهورريیس محمد اشرف غني زیاته کړه: طالبان باید پوه شي چې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول پر کوچینانو د برید په ترسره کولو سره د سولې په مذاکراتو کې امتیاز نشي ترلاسه کولای.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د خدای تعالی (ج) په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.#
پای - ذ

 

Last modified on Sunday, 07 July 2019 13:16

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.