15 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په...

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د مشرانو جرګې يو شمېر غړو پرون د فراه له...

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د هرات د صنعت او سوداګرۍ ادارې مسوولينو د تېرکال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۶ مه  
د سولې روانې هڅې او د افغانانو ملي مسوولیت
د باختر آژانس سیاسي مفسر لیکي:
نن په دوحه کې د یو شمېر مطرحو افغانانو او د طالبانو د استازیو ترمنځ د سولې د خبرو یوه بله ناسته پیل شوه. ناسته داسې مهال جوړه شوه چې په همدغه ښارکې د روغې جوړې لپاره د امریکې متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي خلیلزاد او طالب استازیو ترمنځ د اووم پړاو خبرې لا پای ته نه دي رسېدلې او ښایي دوه درې ورځې وروسته یانې د افغانانو ترمنځ د ناستې له پای ته رسېدو وروسته له سره پيل شي.
زلمي خلیلزاد په خپل وروستي ټویټري پیغام کې څرګنده کړې چې د اووم پړاو خبرې ښې پرمخ تللې دي. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند هم د خبرو پر بهیر خوښي ښودلې ده. دننه په هېواد کې هم روانو خبرو ته خلک ډېر هیله من دي. خو نن په غزني کې او څو ورځې وړاندې په کابل کې زورورو چاودنو د دغو خبرو پر څرنګوالي د خلکو شکونه راټوکولي دي. خلک پوښتي که د سولې خبرې رښتیني دي، نو بیا ولې په ښارونو کې داسې خونړي بریدونه کېږي؟  که د جګړو تاریخ ته ځغلنده کتنه وکړو، نو ګورو چې د سولې د خبرو د پیل په درشل کې او یا هم د دغه راز خبرو په بهیر کې ښکیلې خواوې هڅه کوي چې د جګړې په ډګر کې پرمختګ وکړي او بیا د دغه پرمختګ په برکت د سولې د خبرو پر مېز ډېر امتیازات ترلاسه کړي. د کلاسیکو جګړو او د سولې د کلاسیکو مذاکراتو منطق دغه ډول دی. که چېرې د دوو هېوادونو ترمنځ د جګړې خبره مطرح وي، که په جګړه کې د ښکیلو خواوو ترمنځ د ځمکې د وېش او سرحدونو د ټاکلو خبره مطرح وي، نو بیا ښایي دغه کلاسیک منطق تر یو بریده پر ځای وبلل شي. خو په افغانستان کې خبره بل ډول ده. منو چې دلته د ګڼو هېوادونو ګټې سره په ټکر کې دي، دا هم منو چې ځیني د جګړې اور ته لمن وهي او له ناخبرو افغانانو خپلو ستراتېژیکو ګټو ته د رسېدو لپاره د یو لښکر په توګه کار اخلي، خو له دغو ټولو سره سره دا افغانان دي چې په جګړه کې وژل کېږي، دا افغانان دي، چې ښارونه، کلي او کورونه یې د جګړې د اور په لمبو کې خاورې ایرې کېږي. له همدې امله تر ټولو وړاندې دا د افغانانو مسوولیت دی چې دې خونړۍ جګړې ته د پای ورکولو پر لارو غور وکړي. که تمه مو دا وي چې ګنې نور به زموږ ستونزې راحل کړي، نو دا تمه به همداسې تمه پاتې شي. که ځیني فکر کوي چې د سولې بسیا کول زموږ کار نه دی او نور دې د سولې د راوستو لپاره کار وکړي، نو دا نه یوازې بې تفاوتي ده، بلکې د هېواد او ملت په وړاندې یو ډول بې مسوولیته چلند هم دی. که موږ غواړو له روانو جګړو یو ځل او د تل لپاره خلاصون ومومو، که موږ غواړو اوسني بحران ته د پای ټکی کېږدو، نو باید مټې رابډ وهو او د سولې لپاره نه ستړېدونکې هڅې وکړو. یو ټکې باید ښکیل لوري له پامه و نه غورځوي او هغه دا چې دا تپل شوې جګړه به هرومرو پای مومي، سوله به بسیا کېږي او افغانان به بیا لکه یو موټی ملت د هېواد د آبادۍ لپاره مټې را بډ وهي، هغه مهال به بیا د ځینو پرمخ، چې اوس هم د جګړې دوام غواړي، څه پاتې شي؟ دوی به تورمخ ګرځي او پرته له دې چې د خپل وجدان او ضمیر عذاب وګالي، بله کومه ګټه نه شي ترلاسه کولای. ولس به ترې بېزاره وي او په تاریخ کې به یې هم نوم بدنام وي. ټول باید دا تریخ واقعیت ومني چې زموږ هېواد او ملت نور د دې خونړۍ جګړې د دوام وس او توان نه لري. جګړې ته پای ورکول د هر افغان ملي مسوولیت دی.
ختم/ ن. ش

Last modified on Sunday, 07 July 2019 13:47

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.