25 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په قندهار کې ١٣...

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په روزګان کې پنځه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د جمهورريیس د خواشینۍ پیغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/دچنکاښ ۱۷مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني د خواشینۍ پیغام
په خواشینۍ سره خبر شوم چې لیکوال او شاعر محمد نواز حقیقت سانین د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد سانین د شعر، ادب او فرهنګ د بډاینې په ځانګړي ډول د ماشوم ادبیاتو په برخه کې ډېر کار او خدمت کړی دی. نوموړي د ټولنې د سمون، د اذهانو د روښانولو او د ماشومانو د روزنې په برخه کې د پام وړ خدمتونه وکړل. د ده مړینه یوه ضایعه ده.
د مرحوم سانین د وفات له امله د ده کورنۍ، دوستانو او د شعر او ادب مینه والو ته تسلیت وایم او د خدای تعالی (ج) په دربار کې ورته د فردوس جنت دعا کوم.
پای – و

 

Last modified on Tuesday, 09 July 2019 04:26

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.