حامد کرزی مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ ١٨مه :
د افغانستان پخوانی جمهوررييس حامد کرزی په قطرکې د بین الافغانی ناستې له پایلو خوښي او ملاتړ څرګند کړ.
دپخواني جمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
پخوانی جمهورريیس همداراز د بین الافغاني ناستو پر دوام ټینګار وکړ زیاته یې کړه: یوازې د افغانانو ترمنځ د تفاهم او خبرو اترو له لارې کولای شو په هېواد کې تل پاتې او سراسري سوله او ثبات تأمین کړو. پاى-ع

Last modified on Tuesday, 09 July 2019 13:15
back to top