19 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې د طالبانو د ولسوال وژل کېدل

په لوګر کې د طالبانو د ولسوال وژل کېدل

کابل \باختر\ د زمري ٢٧ مه د لوګر د پل علم...

په تخار کې دوه کسان د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

په تخار کې دوه کسان د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه د تخار د ملي امنيت د...

 په فارياب کې د ١٧ وسله والو طالبانو وژل کېدل

په فارياب کې د ١٧ وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه د دوو ازبکستانيو اتباعو په ګډون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مشرانو جرګې په قطرکې دناستې یولړ نیمګړتیاوې او کمښتونه په ګوته کړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ ١٨مه :
مشرانوجرګې په قطرکې دبین الافغاني ناستې د نویو مقدماتو او پيغامونو څخه د هرکلي سربېره، په عین حال کې د یادې ناستې یولړ نیمګړتیاوې او کمښتونه په ګوته کړل.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
غونډه چې د مشرانوجرګې د رییس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ جوړه شوې وه، سناتورانو وویل، نه شي کیدلای چې قطر کې د سولې په اړه د جوړې ناستې د ځینو مثبتو پایلو څخه چې د طالبانو، سیاسیونو او خپلواکو شخصیتونو تر منځ په بحث کې مطرح او تائید شوي، له پامه وغورځول شي، خو د یادې ناستې پرېکړه لیک چې د یوه وړاندیز او روغې جوړې پيغام په نامه خپور شوی دی، سره ددې چې یولړ نیمګړتیاوې  لري دپلي کېدو اړخ یې دم ګړۍ ناشونی دی، ځکه د دعوا د دواړو لورو څخه چې یو یې دحکومت رسمي استازي دي په کې اساسي ونډه او رول نه درلود او هغوڅیرو چې له کابله په کې ګډون درلود، رسمي ضمانت نه لري.
سناتورانو زیاته کړه دخلکو د درد درمل یواځې دجګړې پای دی اوکه چېرې جګړه روانه وي نه به ملکي تلفات کم شي، نه به بیځایه شوي بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي او نه به دخلکو لپاره د ټولنیز ژوند او هوساینې زمینه برابره شي.
سناتورانو څرګنده کړه اوسنۍ اجماع چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او جګړې د لمنځه وړولو په موخه دسیمې او نړۍ په کچه جوړه شوې باید د سیمې او نړۍ په سطحه، په یوه ملي حرکت بدله شي چې دتل پاتې اوربند ټینګښت کولای شي په دې اړه یو اړین شرط وي.
همدا راز د جرګې رییس او غړو غزني کې د ځانمرګي برید او بغلان کې د هوایی بمباریو په غندلو سره چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې د پام وړ ملکي تلفات له ځانه سره درلودل وویل، د دوحې ناستې په جریان کې د طالبانو دا ډول بریدونو خلک په سولې بی باوره کړي دي.
سناتورانو آزادو بحثونو کې کابل ښار کې د اصلي او فرعي سړکونو د بندښت او زيات ګڼې ګوڼې اصلی عوامل د سړکونو کوچنیوالي، دتم ځایونو نشتون،ځینو څلور لارو کې دلاس پلورونکو او حتی د سیارو هوټلونو او سماوارونو شتون په ډاګه کړ چې د دوی په وینا د ښاروالۍ او نورو ارګانونو د مامورینو د معاملې په ترڅ کې دوی ته د فعالیت او حضور اجازه ورکړل شوې ده چې د کابل ښار ښکلا یې زیانمنه کړې اوخلکو ته یې سختې ستونزې رامنځ ته کړي.
دملي امنیت دلوی ریاست د وروستیو لاسته راوړنو او دپام وړ فعالیتونو څخه تقدیر اوستاینه، تخار ولایت کې د ماینونو په پاکولو ټینګار چې طالبانو د خپلوماتو وروسته ځای پر ځای کړي دي، زابل او بلخ کې د ناوړه امنیتی وضعیت څخه اندېښنه،د مراجعینو سره د تقاعد خزینې دریاست د کارکوونکو پرناسم چلند نیوکه اودمتقاعدینو، دشهیدانو او معلولینو د وارثانو دحقوقو دنه اجرا کولوڅخه یادونه، د بدخشان ولایت دشهیدانو پول د تخریب څخه اندېښنه، دکابل ښار اړینو سیمو کې د امنیتي پوستو په جوړولو او د ګزمو په زیاتوالي ټینګار، د پکتیا ولایت امنیتي وضعیت ته په پاملرنه خبرې، د څرخي پله زندان دښځینه زندانیانو نسبتي دوسیو ته د رسیدګۍ، د ترانسپورت وزارت او کابل ښاروالۍ په ګډون د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون ته د دولتي یوشمېر چارواکو په نه راتګ نیوکه او ځینې نور مسایل هم په آزادو بحثونو کې مطرح شول.
د غونډې په بله برخه کې سناتورانې آمنه افضلي او مینا شیرزاد په ترتیب سره د دینی، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو د کمېسیون د مرستیالې او منشي او سناتوره ګلمرۍ لغمانۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو دکمېسیون د منشي په صفت د غړو له خوا وټاکل شوې.
د بحثونو په پای کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار دقطر دسولې دناستې د پرېکړه لیک اړه وویل، د سولې اړوند هره غونډه او ناسته د هرکلي ده خو په دې شرط چې اوسنی نظام، حکومت او د افغانستان خلک په کې د قضیې د مهم لوري په توګه حضور او اساسي رول ولري او ټینګار یې وکړ چې نباید ډاکټر زلمي خلیلزاد دسولې خبرو اترو په جریان کې په پټو معاملو لاس پوري کړي بلکې د هر اقدام څخه هېوادوال خبرکړي ځکه دا د افغانستان خلک دي چې تل د جګړو قربانیان دي او تر هرچا زیات د سولې اړ او غوښتونکي دي.
د مجلس رییس زیاته کړه، پرونی پرېکړه لیک د غور وړ دی ځکه ځینې موارد یې د اساسی قانون سره په ټکر او د هېواد د امنیتي ځواکونو او خلکو قربانۍ په پام کې نه نیول دي، له بلې خوا د جګړې او سولې د پرمخ وړلو اجرايیو مسئولیت د افغانستان حکومت سره خوندي دی نه د حزبونو، ډلو او اشخاصو سره  او اړینه وه چې د قطر په ناسته کې ګډونوالو د حکومت رول او ارزښت په دې بهیر کې په جدي توګه د طالبانو سره مطرح کړی وای.
د غونډې په پای کې د جرګې نایب منشي ډاکټر فیصل سمیع د آسیایی هېوادونو دپارلماني مجمع دسیاسي چارو اړوند د دایمی کمېټې اجلاس کې د ګډون څخه د مجلس د پلاوي رپوټ چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې جوړ شوی وو، وړاندې کړ چې بشپړ جزئیات به یې د مشرانو جرګې د کمېسیونونو په خبرونو کې خپاره شي.
د یو بل خبر له مخې د جهان د لوړو زده کړو خصوصي موسسې یوشمېر محصلینو او دحضرت جبیر انصار(رض)د خصوصي ښوونځي زده کوونکو دمشرانو جرګې د دارالانشاء د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د روزنیز او کتنې پروګرام په چوکاټ کې نن د عمومي غونډې بهیر وکوت.
چې دتقنیني،عدلي او قضایي چارو دکمېسیون د ريیس مولوي غلام محی الدین منصف او د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو کمېسیون د رییس عبداللطیف نهضت یار او د جرګې د دارالانشاء دلوی ریاست دمرستیال اوسرپرست تیمور شاه قویم لخوا د پارلماني مسایلو په اړه مفصل معلومات ور ته وړاندې شول.پاى- ع

 

Last modified on Tuesday, 09 July 2019 13:53

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.