23 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په روزګان کې د پنځو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د وږي لومړۍ پنځه وسله وال طالبان پرون ماښام...

په هرات کې په يوه ترافيکي پېښه کې د نهو ښځو ټپي کېدل

کابل/ باختر/ د وږي لومړۍ نهه ښځې نن سهار په هرات...

په ننګرهارکې د څو سپکو وسلو او مهماتو ترلاسه کول

کابل/ باختر/ د وږي لومړۍ د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کابینې په پرونۍ غونډه کې د جمهورريیس مقدماتي خبرې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر / د چنګاش ۱٩ مه
د کابینې په پرونۍ غونډه کې د جمهورريیس مقدماتي خبرې
بسم الله الرحمن الرحیم
وړاندې تر دې چې اجنډا ته ولاړ شو، تر ټولو لومړی د کابل او غزني بزدلانه بریدونه چې زموږ په ماشومانو وشول، په سختو ټکو غندو. په ماشومانو برید نه د مذهب نښه ده، نه د دین او نه د افغانیت او که چېرې دوی فکر کوي په دې کار سره به امتیاز ترلاسه کړي، بیا دې فکر وکړي. د سولې اصلي ځای د افغانستان د خلکو زړونه دي او هغوی چې د افغانستان د خلکو په زړونو کې ځای ونه نیسي، د دې ملت د عزت او اعتبار لامل نشي ګرځېدای. له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د ملي امنیت شورا سلاکار صاحب، د دفاع وزیر صاحب، د کورنیو چارو وزیر صاحب، د ملي امنیت عمومي ريیس او ټولو همکارانو څخه د زړه له تله مننه کوم، چې د قوي همغږۍ په رامنځته کولو او ګټورو اقداماتو سره یې د دښمنانو د بریدونو دوه دورې په قاطع ډول دفع کړي او زه یقین لرم هغه مینه او لېوالتیا چې له خلکو او دې پاکې خاورې سره یې لرئ، د [بریدونو] دا دوره به هم ان شاالله و تعالی په قاطع ډول دفع کړئ.
یوه کیلدي نقطه چې زموږ د امنیتي ځواکونو او ټولو ملکي ادارو په اړه مطرح ده، د ټاکنو امنیت او پر ټاکلي وخت د ټاکنو ترسره کېدل دي. د ټاکنو په اړه دې هېڅ شک او شبهه نه وي، دا زموږ ملي دنده ده، دا زموږ قانوني وجیبه او اخلاقي ژمنتیا ده. په همدې اساس، ټولو همکارانو ته زما واضح لارښوونه او غوښتنه دا ده، چې په ټاکلي وخت د شفافو او ټولشموله ټاکنو د ترسره کېدو لپاره هره اړینه مرسته وکړي.
د مالیې له محترم وزارت مننه کوم، چې بین المللي منابع یې هم برابرې کړي او د انتخاباتو لپاره ما ملي منابعو ته لومړیتوب ورکړی دی، دا واضح ضرورت دی، هره مالي ستونزه چې موجوده وي، پر وخت دې ورته توجه وشي او موږ په اساسي ډول ورته پاملرنه کوو.
سوله او انتخابات د یو بل متمم دي، خو د یو بل بدیل نه دي. د سولې هغه لارنقشه چې د افغانستان د سولې تاریخي لویې جرګې ټاکلې او ټول هغه اقدامات چې حکومت ترسره کړي او د بهرني سیاست له اړخه یې چې په تېرو دوو میاشتو کې زما کوم عمده وخت نیولی، له دې امله وو چې موږ وکولای شو تر جګړې د سولې لپاره لوی اتحاد جوړ کړو. دغه اتحاد د جوړېدو په حال کې دی.
په اسلامي کنفرانس کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته زما له سفر نیولې تر شانګهای کنفرانس، تر انګلستان او په ځانګړي ډول پاکستان ته، ټولو زمینه برابره کړه چې موږ ثابته کړو یو قانونمند نظام یوو او په اساسي قانون او ولسواکۍ متکي یوو.
زموږ دریځ په ځانګړي ډول د ګاونډیانو پر وړاندې نه د کمزورۍ او نه هم د تکبر له امله دی. تکبر او همداراز کمزوري په سیاست کې ځای نه لري. د دې مېز په شاوخوا کې د ناستو کسانو له برکته افغانستان نن په وچه کې ایسار هېواد نه دی، داسې افغانستان دی چې د سیمې په څلور لارې د بدلېدو په حال کې دی او که په یووالي او اتفاق کار وکړو، نو انشاء الله و تعالی وبه یې وینئ چې د سیمې د انکشاف کیلي به د افغانستان د راتلونکو نسلونو په لاس کې وي. موږ له هر اړخه تیار شوي یوو چې یو کیلیدي رول ولوبو او کله چې له ګاونډیانو سره نه یوازې روغه غواړو او جګړه نه غواړو، بلکې اساسي همکاري هم غواړو، هیله ده هغه طرحې چې افغان دولت وړاندې کړې دي، د دې ښودونکې واؤسي چې موږ نه یوازې د خپلې هوساینې فکر کوو، بلکې د سیمې د هوساینې لپاره هم فکر کوو او یوه اساسي لاره په مخکې لرو.
په دې مرحله کې چې ټاکنې او کمپاینونه پیلېږي د کابینې له ټولو محترمو غړو زما غوښتنه د خدمتونو وړاندې کول دي. ستاسو کار ټاکنې نه دي، د فرد په توګه آزاد یاست، کولای شئ هر چاته رایه ورکړئ، خو د لوړپوړو دولتي کارکوونکو په توګه نه مداخله کولای شئ او نه باید ټاکنې تاسې د خدمتونو له وړاندې کولو راوګرځوي. د امنیتي او دفاعي ځواکونو بشپړه بې طرفي د خدای په فضل ګرنټي او ثتبیت شوې، واضح ضرورت دی چې زموږ ملکي اراکین قانون، مقررات او صادر شوي احکام عملي کړي.
له خدمتونو پرته موږ مخکې نشو تللی، د نورو مملکتونو تجربې وګورئ، کله چې ټوله اداره د کوچنیو سیاستونو پر لور ځي، په مقابل کې یې د خدمتونو وړاندې کول چې ملي سیاست دی، خلک او په ځانګړي ډول د ټولنې تر ټولو بېوزله قشر زیان ویني. زموږ کار خدمت دی، زموږ د دندې تر وروستۍ دقیقې د قانون او خلکو غوښتنه همدا ده. 
پاى- ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.