23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بغلان کې ٢٥٠ کورنيو مرسته ترلاسه کړه

په بغلان کې ٢٥٠ کورنيو مرسته ترلاسه کړه

پلخمري/ د وږي٣١ مه/ باختر په بغلان کې د وروستيوجګړو له...

چاودنې په پروان کې يوه ښځه ووژله

چاودنې په پروان کې يوه ښځه ووژله

کابل/ د وږي٣١ مه/ باختر د پروان په مرکز ملتان سيمه...

انتخاباتي کمېسيونونو د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ

انتخاباتي کمېسيونونو د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ

کابل/ د وږي٣١ مه/ باختر د انتخاباتوخپلواک کمېسيون او د انتخاباتي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د قطر ناستې له افغان پلاوي سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون مازیګر د قطر په ناسته کې د افغان لوري له ګډون کوونکي پلاوي سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ وشوه، یاد پلاوي قطر ته د خپل سفر او د یادې ناستې په اړه جمهورريیس ته معلومات ورکړل او ويې ویل: په دې ناسته کې پر ملي یووالي، نویو ارزښتونو، د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو او پرمختګونو پر ساتنې د نظر تبادله وشوه. 
دوی هیله څرګنده کړه چې دغه ناسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخو مذاکراتو د پیل ګام واوسي.
جمهورريیس غني له یاد پلاوي څخه مننه وکړه او ويې ویل: ستاسې ګډون یو ښه پیل و او په خپلې استازولۍ مو له طالب لوري سره د افغان ملت برحقه غوښتنه مطرح کړه.
جمهورريیس د دې په بیانولو سره چې مفاهمه مهمه ده او موږ په ټولو پړاوونو کې مفاهمې ته اړتیا لرو؛ وویل: د سولې د پرمختګ په برخه کې یوازینۍ معقوله لار دا ده چې طالبان په مستقیم ډول له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.
جمهورريیس غني وویل: موږ مذاکراتو ته بشپړ چمتو والی لرو او سره له دې چې ستاسې پرېکړه لیک اجباري نه دی، خو د افغانستان حکومت ورته درناوی لري.
جمهوررييس څرګنده کړه: له معمول سره سم په مذاکراتو کې سخت او بحث پارونکي مسایل مطرح کېږي، خو د افغانستان حکومت به پایداره سولې او ثبات ته د رسېدو په خاطر خپلو هڅو ته دوام ورکړي.#
پاى – ذ

Last modified on Friday, 12 July 2019 16:38

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.