23 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

کابل /دلړم لومړى / باختر د دوامدارې برښنا لرلو لپاره د...

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دکابل په موسهي ولسوالۍ کې...

صلاح الدين رباني استعفا وکړه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس افغان حاجیانو ته په خطاب کې: دا زموږ دیني، وجداني او ملي دنده چې اسانتیاوې درته برابرې کړو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني بیت الله شریف ته د سږ کال له لومړنیو تلونکو حاجیانو سره تېره شپه د مخه ښې کتنه وکړه. 
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په حامد کرزي نړیوال هوایي دګر کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د حج او اوقافو وزیر عبدالحکیم منیب د حج مراسمو او حاجیانو ته د جمهورريیس د ځانګړې پاملرنې مننه وکړه، ويې ویل: په بیت الله شریف کې افغان حاجیانو ته ټولې اسانتیاوې برابرې شوي.
هغه وویل: په لومړنۍ الوتنه کې ۳۴۰ تنه افغان حاجیان لېږدول کېږي او دوی ته د ځای او نورو لازمو اسانتیاوو په موخه روزل شوي کسان لا وار دمخه سعودي عربستان ته رسېدلي او په خپلو ورسپارل شویو چارو بوخت دي.
منیب وویل: د ځینو هغو اقداماتو له امله به چې په تېرو اتلسو کلونو کې نه وو  شوي، افغان حاجیان خاص ستونزې او شکایتونه ونه لري.
نوموړي حاجیانو ته په ښه توګه د حج مراسمو د ادا کولو هیله څرګنده کړه او له هغوی یې وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره دعاګانې وکړي.
وروسته حاجي عصمت الله د حاجيانو په استازیتوب د خبرو پرمهال  افغان حاجیانو ته د تېرو کلونو په پرتله د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ په بېلابېلو برخوکې د جمهورريیس کړنې، لاسته راوړنې او پرمختګونه وستایل او ويې ویل: د جمهورريیس د لارښوونې او د مسوولینو د اقداماتو له امله کال په کال افغان حاجیانو ته پاملرنه او اسانتیاوې زیاتېږي.
جمهورريیس غني بیت الله شریف ته تلونکو حاجیانو ته د حج فریضې د ادا کولو مبارکي ترڅنګ وویل: تاسې بختور یاست چې د اسلام مبارک دین د پنځم رکن او فریضې د پرځای کولو توفیق مومئ، دغه سپېڅلی سفر او خوږه خاطره به مو د ژوند تر پایه په یاد وي.
جمهوررييس غني وویل: د اسلام دین عظمت به د حج په مراسمو کې وګورئ چې د نړۍ ټول مسلمانان له کوم توپیر پرته د خپل خالق په عبادت بوخت دي. همدارنګه یې له ټولو مسوولینو څخه افغان حاجیانو ته د لازمو اسانتیاوو او خدماتو د برابرولو مننه وکړه.
د هېواد جمهورريیس له افغان حاجیانو څخه وغوښتل چې د حج مراسمو او په ځانګړي ډول ابراهیم مقام کې د هېواد شهیدانو او ټپیانو ترڅنګ د سولې، ثبات، ابادي، ملي یووالي، پرمختګ او پر افغانستان او اسلامي هېوادونو د تپل شوي جنګ د پایته رسېدو دعا وکړي چې زموږ اسلامي عظمت بیا احیا شي.
جمهورريیس غني افغان حاجیانو ته په خطاب کې وویل: دا زموږ دیني، وجداني او ملي دنده چې اسانتیاوې درته برابرې کړو او هیله ده چې له ستونزو پرته په آرامۍ او ډاډ د حج فریضې مراسم پرځای کړئ او د بېرته راستنېدو پرمهال به مو بیا هم خدمت ته راشم. #
پاى – ذ

Last modified on Friday, 12 July 2019 16:37

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.