15 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په اوسني پړاو کې د والیانو ستر مسوولیت

کابل/ د تلې ۲۲ مه / باختر ټول دا واقعیت مني...

په ننګرهارکې د نږدې دوو میلیونو افغانیو په لګښت استنادي دېوالونه جوړېږي

کابل/دتلې ۲۲ مه/باختر د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په بانډې سيمه...

د طالبانو يو پټنځاى په لوګرکې له منځه يوړل شو

کابل/ د تلې٢٢مه / باختر د پوليسو د ځانګړو قطعاتو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امريکايي جنرال: له وخت څخه مخکې له افغانستان څخه وتل ستراتيژيکي تېروتنه ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

واشنګټن/ امريکاغږ/ باختر/ د  چنګاښ ٢١مه
يوه جګپوړي امريکايي جنرال له وخت څخه مخکې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو خبر دارى ورکړى دى.
د امريکا د اردو لوى درستيز مارک ميلي ويلي دي چې دغه مسئله به «يوه ستراتيژيکي تېروتنه» وي.
ميلي چې د امريکا د جمهوررييس دونالد ترامپ له خوا د امريکا د وسله والو ځواکونو د لوى درستيز څوکۍ لپاره کانديد شوى دى؛ دغه خرګندونې د امريکا د سنا  د پوځي خدمتونو د کمېټې په يوه غونډه کې کړې دي.
هغه وويل: زما په باور له وخت څخه مخکې له افغانستان څخه وتل؛ کېداى شي يوه ستراتيژيکي تېروتنه وي.
په همدې حال کې ميلي ټينګار کوي چې د افغانستان جګړه کېداى شي د خبرو اترو له لارې حل شي.
د افغانستان د روغې جوړې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په وروستيو مياشتو کې د طالبانو له استازو سره په خبرو بوخت و چې په دغه هېوادکې د شخړې د حل لپاره يوه لاره ولټوي.
ميلي وويل چې په دغو خبروکې يو لړ پرمختګونه هم شوي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په وروستيوکې کابل ته په سفرکې وويل چې هيله لري د سپټمبر له لومړۍ څخه مخکې له طالبانو سره د سولې موافقې ته ورسېږي.
په همدې حال کې امريکايي مقاماتو ټينګار کړى دى چې تر اوسه پورې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره مهال وېش نه دى بشپړ شوى.
ختم -ج - اکرم

Last modified on Friday, 12 July 2019 15:47

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.