25 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په قندهار کې ١٣...

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په روزګان کې پنځه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
په ننګرهارکې د واده پر مراسمو د تروریستي برید د غندنې په اړه مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتو په دوام پرون یو ځل بیا د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د تروریستي برید په پایله کې زموږ یو شمېر هېوادوال، شهیدان او ټپیان کړل.
جمهورريیس غني د دغه تروریستي برید د غندلو پرمهال وویل: د افغانستان دښمنان د ښځو او ماشومانو په ګډون پر عامه ځایونو او ملکي وګړو د دغه ډول جنایتونو او بریدونو په ترسره کولو سره بې له دې چې ورځ تر بلې د ځانونو پر وړاندې د خلکو کرکه او نفرت لا راوپاروي، بل هېڅ هم نشي ترلاسه کولی.
د هېواد جمهورريیس اړوندو مسوولینو ته د دې پېښې د جنایتکاره عاملینو د تشخیص، نیولو او مجازات، د ټپیانو د درملنې او د شهیدانو کورنیو ته د پر وخت رسېدنې لارښوونه کړې ده.
جمهورريیس غني د شهیدانو کورنیو او د ننګرهار ولسونو ته د خپلې خواخوږۍ مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د ښې روغتیا هیله کوي.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.