19 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې د طالبانو د ولسوال وژل کېدل

په لوګر کې د طالبانو د ولسوال وژل کېدل

کابل \باختر\ د زمري ٢٧ مه د لوګر د پل علم...

په تخار کې دوه کسان د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

په تخار کې دوه کسان د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه د تخار د ملي امنيت د...

 په فارياب کې د ١٧ وسله والو طالبانو وژل کېدل

په فارياب کې د ١٧ وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه د دوو ازبکستانيو اتباعو په ګډون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سولې ته د رسېدو ستونزمنه لاره

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

باختر/ کابل/ د چنګاښ ۲۲ مه
د باختر آژانس سیاسي مفسر لیکي:
په دغو ورځو کې سولې ته د رسېدو هڅو زور اخیستی دی. د سولې مشورتي جرګې له طالبانو سره د خبرو د پر مخ بیولو لپاره د لارې نقشه جوړه کړه. په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکې متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازیو تر منځ د اووم پړاو خبرې پای ته ورسېدې. که څه هم د دغو خبرو له پای ته رسېدو وروسته کومه اعلامیه خپره نه شوه، خو دواړو لوریو خبرې خورا ګټورې بللې دي.
دغه راز په دوحه کې د افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ دوه ورځنۍ ناسته هم د یو پرېکړه لیک په تصویبولو سره پای ته ورسېده. زلمي خلیلزاد له دوحې څخه بیجینګ ته لاړ او هلته د چین، امریکې او روسیې درې اړخیزه غونډه جوړه شوه. د سیمې یو شمېر هېوادونو د سولې خبرو د کوربه توب ټټر وهلی دی.
دا ټولې بېلګې جوتوي چې د سولې خبرې پرمختګ کوي. دا پرمختګ ورو دی، خو مهمه خبره دا ده چې پرمختګ پیل شوی دی. د مخالفو ډلو ترمنځ تفاهم ته د رسېدو لپاره لاره پرانیستل شوې ده.
اوس پوښتنه دا ده چې آیا دغه لاره اسانه او اواره ده او له هر ډول ستونزو او خنډونو پاکه ده؟ ځواب روښانه دی: نه دا لاره خورا ستونزمنه ده. لکه څنګه چې جمهوررییس محمد اشرف غني په خپلو وروستیو څرګندونو کې وویل: دا لاره لا ډېرې کندې کپرې لري. په کور دننه هم ګڼې ستونزې شته چې سولې ته رسېدل ستونزمنوي او که دغو ستونزو ته د حل معقوله لاره ونه موندل شي، نو دا ویره شته چې پیل شوې خبرې خدای مه کړه ناکامې شي. د ګڼو مسایلو په اړه توافق ته اړتیا ده. د ساري په توګه د اساسي قانون د مادو تعدیل، د نظام نوم او څرنګوالی( اوسنی اسلامي جمهوري نظام، اسلامي امارت یا کوم بل نوم). ښايي نوم دومره ستر ارزښت و نه لري( که څه هم دا مهمه موضوع ده)، خو د نظام محتوا هغه موضوع ده چې لا یې په اړه ګڼې پوښتنې نه دي ځواب شوي. دغه راز د انتخاباتو موضوع ( یوازې د جمهوري ریاست راروان انتخابات مطرح نه دي)، په ټوله کې د سیاسی بهیر او سیاسي فرهنګ د یوې برخې په توګه د انتخاباتو موضوع مطرح ده.
همدارنګه د ښځو حقوق، د زده کړو سیستم، له نړۍ سره اړیکې – دا او نور ګڼ مسایل شته چې باید دواړه خواوې پرې کار وکړي او د ملي ګټو پربنسټ د هغوی په اړه توافق ته ورسېږي. ځیني وایي دا مسایل مهم نه دي او سوله مهمه ده، نور بیا وایي چې دا مسایل مهم دي او تر هغو چې د دغو مسایلو په اړه توافق نه وي شوی، سوله راتلای نه شي.
واقعیت دا دی چې دغه مسایل د سولې د بهیر او خبرو بېلابېل اړخونه دي. که د تېرو لسیزو پېښو ته کتنه وکړو، نو ګورو چې په حقیقت کې جګړه د همدغو مسایلو پر سر د اختلافاتو له امله روانه ده. که دا مسایل نه وي، نو بیا خو د ښکیلو لوریو تر منځ کومه جنجالي خبره نه شته.
اوس د دې وخت دی چې ښکیل لوري د ټولو مهمو ملی موضوعاتو په اړه خپل دریځونه سره نږدې کړي او ملي تفاهم ته ورسېږي.
په سیمه ییزه او نړیواله کچه اوس د سولې لپاره تر ټولو ښه شرایط برابر شوي دي. دا د ټولو لوریو ملي مسوولیت او مکلفیت دی چې له دغې رامنځ ته شوې سیمه ییزې او نړیوالې اجماع څخه پوره ګټه واخلي او د سولې دغه ستونزمنه لاره رالنډه کړي.
پای. ن. ش

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.