22 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور ريیس غني د ملګرو ملتونو د سازمان د سکرترجنرال له مرستیالې سره وکتل

جمهور ريیس غني د ملګرو ملتونو د سازمان د سکرترجنرال له مرستیالې سره وکتل

کابل\باختر\د چنګاښ ٣٠ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس...

د مهسا د وژنې عاملان په دېرش دېرش کاله بند محکوم شول

د مهسا د وژنې عاملان په دېرش دېرش کاله بند محکوم شول

کابل\باختر\د چنګاښ ٣٠ مه د کابل د استيناف محکمې نن ...

 په ننګرهار کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د پنځو کسانونيول کيدل

په ننګرهار کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د پنځو کسانونيول کيدل

کابل\باختر\د چنګاښ ٣٠ مه پوليسو درې کسان د جلال اباد ښار...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور ريیس غني د ولسي جرګې له ريیس سره په کتنه کې د درې ګونو قواو ترمنځ په همغږۍ ټينګار وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ ۲۳ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د ولسي جرګې له ريیس میررحمان رحماني سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهور ريیس غني یو ځل بیا میررحمان رحماني ته د ولسي جرګې د ريیس په توګه د انتخابېدو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، ځینې مهال د بحث وړ مسایل د درې واړو قواو ترمنځ پیدا کېږي، خو د خوښۍ ځای دی چې تاسو د طرزالعملونو او داخلي وظایفو د اصولو مطابق خپله ستونزه حل کړه.
د هېواد جمهور ريیس څرګنده کړه، د ولسي جرګې د ريیس او اداري پلاوي د انتخاب پرمهال مې د سترې محکمې په ګډون له ټولو اړوندو ارګانونو څخه وغوښتل چې خپله بې طرفي وساتي.
جمهور ريیس غني په هېواد کې د قانون  جوړولو بهیر ته په پام وویل، د جمهور ريیس او د درې ګونو قواو د ريیس په توګه زما غوښتنه داده چې د قانون جوړولو مسایلو او د حکومت د کړنو څارنه کې خپل کارونه په همغږۍ او تفاهم ترسره کړئ.
د ولسي جرګې ريیس میررحمان رحماني جمهور ريیس څخه په مننې وویل، تاسو د هېواد د درې ګونو قواو د ريیس په توګه د قواو د تفکیک اصل ته درناوی کړی او د ولسي جرګې د ريیس د انتخاب بهیر کې مو له تدبیر څخه کار اخیستی دی.
د ولسي جرګې ريیس ژمنه وکړه، چې د هېواد د درې ګونو قواو ترمنځ همغږي او د اغېزمنتوب اصل ته په پام به د شورا چارې د اساسي قانون په رڼا کې په صمیمي فضا او حکومت سره د همکارۍ په روحیه مخته یوسي. 
هغه همدارنګه زیاته کړه، له دوه نورو قواو سره په تفاهم او همکارۍ به د نظام د پیاوړتیا په لاره کې عملي او اغېزمن ګامونه واخلي.ختم\جهان يار

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.