جمهورريیس غني: هر هېواد د تداوم پر بنسټ مخته ځي، له تداوم پرته تحول نه شو مدیریت کولای

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررييس محمداشرف غني نن سهار د یو لړ مراسمو پر مهال د دارالامان اداري کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده او وروسته یې په چهارچنار ماڼۍ کې په همدې مناسبت جوړه شوې برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهورريیس په داسې حال کې چې لومړۍ مېرمن او یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو یې ملتیا کوله، په دارالامان سیمه کې د یاد کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده.
جمهورريیس غني د یاد کمپلکس د بنسټ ډبرې له اېښودو وروسته وویل: سل کاله مخکې د چهاردهي خلکو په رضاکارانه ډول خپلې کرنیزې ځمکې خپل محبوب پاچا غازي امان الله خان ته ورکړې. د چهاردهي خلکو ته مبارکي وایم چې د لومړۍ درجه دولتي ودانیو د جوړولو هیلو ته یې زمینه برابره کړه.
جمهورريیس زیاته کړه: هر هېواد د تداوم پر بنسټ ژوند کوي، که تداوم نه وي، تحول نه شو مدیریت کولای.
هغه وویل: افغاني همت وینئ، همدا افغاني همت دی چې خپل تېر  بیا را ژوندی کړي.
د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه: د دارالامان اداري کمپلکس په بشپړېدو سره د ښار مرکز بېرته کابل ښاریانو ته سپارل کېږي او زه هغه کابل غواړم چې په وصف کې یې شعر ویل شوی دی.
وروسته جمهورريیس غني په دې مناسبت په چهارچنار ماڼۍ کې په جوړ شويو مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محمد جواد پیکار د دارالامان اداري کمپلکس د برنامو په اړه وویل: د ښاري پراختیا عالي شورا د فیصلې پر بنسټ د افغانستان دولتي ادارو لپاره د دارالامان اداري کمپلکس، پر سل هکتاره ځمکه په دوو مرحلو کې جوړېږي.
پیکار زیاته کړه: د دولتي ودانیو او زېربناوو د ډیزاین کار پر لوړو او معیاري سټنډرډونو پیل شوی او اداري کمپلکس داسې ډیزاین شوی چې د نن او سبا لپاره د ټولو دولتي ادارو تشکیلاتي اړتیاوې حلولای شي.
هغه وویل: د دې حیاتي پروژې پر بشپړېدو به هېوادوال له سرګردانۍ خلاص شي، د دولتي او عامه منابعو  مصرف به راکم او موثریت به لوړ شي چې دا به د خدماتو په برابرولو مثبت اغېز ولري.
وروسته د دارالامان اداري کمپلکس د برنامې ريیس ډاکټر احمد شکیب رافعي او یادګار مراد د یاد کمپلکس په اړه خپل پریزینټېشنونه په تفصیلي ډول وړاندې کړل.
ورپسې جمهورريیس غني د دارالامان اداري کمپلکس جوړولو د کار د پیل په خاطر د مبارکۍ ترڅنګ وویل:  لومړۍ مسئله دا وه چې د کابل او د هېواد د نورو مهمو ښارونو لپاره واضح لیدلوری ایجاد کړو.
هغه زیاته کړه: له واضح او مقایسوي مسلکي لیدلوري پرته، ښاري پلان جوړول نشي رامنځته کېدای.
جمهورريیس زیاته کړه: د کابل دوه مهمې لویې لارې په اساسي ډول پلان شوې دي، یوه یې له دهمزنګ څخه تر دارالامان پورې ده چې د دارالامان اداري کمپلکس په دې مسیر واقع دی او دویمه لویه لاره د شهید مسعود له څلي څخه تر هوایي ډګر پورې ده چې ټولې زېربناوې او راتلونکي لوري یې په تفصیل نقشه بندي شوي دي او دا دواړه به د کابل د دروازو په ډول وي.
جمهورريیس غني وویل: د کابل د بنسټیز انکشاف لوری په ختیځ او سویل کې دی، چهاردهي او دشت برچي د دارالامان کوریډور برخه ده او په راتلونکې کې به د پراختیا له نظره د ختیځ پر لور ځو.
د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه: د ښار مرکز، زموږ د فرهنګ د بیارغاونې مرکز کېږي او د کابل چهارچته، بالاحصار او کول حشمت بیا آبادوو.
جمهورريیس وویل: د کابل د اوسېدونکو اصلي مسئله دا ده چې ملکیتونه یې ثابت، د باور وړ او د پانګونې لپاره وي او په راتلونکو ورځو کې به په پراخ ډول د ملکیت سندونه ووېشل شي.
جمهورريیس دې ته په اشارې چې تر اوسه له څلور میلیونه جریبه زیاته دولتي ځمکه په افغانستان کې تثبیت شوې او له دغو ځمکو د استفادې ډول د افغانستان راتلونکی دی، سربېره پر دې به د افغانستان ټول څړځایونو او پارکونه هم د ځمکې په بانک کې درج شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس زیاته کړه: د کابل ترڅنګ، د افغانستان په پنځو نورو ښارونو کې هم کار په اساسي ډول پیل شوی او د ښار جوړولو وزارت ته زما لارښوونه دا ده چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې هم‏ مهاله کار پیل کړي.
جمهوررييس د خپلو خبرو په پای کې وویل: تر دې وروسته به خصوصي سکتور د ځمکې ستونزه ونه لري او زیاته یې کړه: د ارګ عملیاتي واحد ثابته کړه چې موږ په چټکتیا، ژمنتیا، امانت، لوړ کیفیت او ټیټه بیه کار کولای شو.#
پاى / ذ

 

back to top