22 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

کابل\ باختر \ د زمري ٣١ مه د افغانستان د اسلامي...

 په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري ٣١ مه شل وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مشرانوجرګې په هېواد په روانو مسایلو بحث وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه
د مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې په نننۍ غونډه کې د څوکمېسیونونو د کاري رپوټونو د وړاندې کولو سربېره د هېواد د روانو مسایلو په اړه بحثونه وشول.
د مشرانو جرګې د مطبوعاتي دفتر څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، چې د يادې غونډې په آزادو بحثونو کې سناتورانو د جمهوري رياست د انتخاباتو د بودجې د ځانګړې کولو په اړه د حکومت اومرستندویو هېوادونو د چمتوالي څخه هرکلی وکړ او ويې ویل: کوښښ دې وشي چې انتخابات په ټاکلي وخت، په شفاف ډول او په امن فضا کې ترسره شي او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دې د رای ورکونې په شرایطو برابرو کسانو لپاره د پوهاوي  بهیر چټک او ټولیز وساتي.
غونډه کې په ارزګان، قندهار، میدان وردګ او بغلان ولایتونو کې د هوایي بمباریو او شپنیو عملیاتو او د حکومت د مسلحومخالفانو له خوا چاودنې اوځانمرګي بریدونه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې پراخ انساني تلفات درلودل، په کلکو ټکو وغندل شول اوټینګار وشو چې د نظامي عملیاتو پرمهال  دې له بشپړ دقت څخه کار واخیستل شي ترڅو ملکي وګړو ته زیان ونه رسيږي، کنه دا ډول کړنې به د خلکو او حکومت تر منځ جدي واټن رامنځته کړي.
دغه راز په ارګ کې د جنسي تېریو په اړه آوازې او په دې اړوند د پخوانیو ادعاو څخه د جنرال حبیب احمدزي شاته تګ هم غبرګونونه درلودل اوټینګاروشو چې هغه دې یا خپلې ادعاوې مستندې کړي او یا دې خپله تر پوښتنې لاندې ونیول شي.
ناسته کې د مجلس رییس او غړو د پارلمانونو د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د ملي شورا د کرکټ لوبډلې د ځلېدو څخه چې په لندن کې په لار اچول شوی و، هرکلی وکړ، د افغانستان پارلماني کرکټ ټیم وتوانید چې په یادو سیالیو کې اووه لوبې وګټي  او نړیوال شهرت ترلاسه کړي.
سناتورانو د سولې د روانو خبرو اترو په اړه هم بحث وکړ او ويې ویل تر هغه وخته چې اوربند ټینګ نه شي، نشو کولای د یاد بهیر په بریالیتوب رښتینی باور وکړو.
یوشمېرغړو د جمهوري ریاست د یوه نوماند او د ولسي جرګې د یوه غړي نوم واخیست او نیوکه یې پرې وکړه چې هغوی د ملي سرود د خپرولو په جریان کې پر ځای ناست وه، چې دا عمل یې د هېواد اساسي قانون او ملي ارزښتونو ته ښکاره سپکاوی دی.
د وسله والو مخالفانو لاسته د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ د لاجوردو کان ورتلل، د بادغیس امنیتی نازک وضعیت، د پکتیا د والي د کړنو نمایشي ګڼل او په دغه ولایت کې د امنیتی ستونزو په حل ټینګار، د کورنیو الوتنو د چټکتیا غوښتنه، د ملي اردو او د هېواد د امنیتی منسوبینو د معاشونو په ورکړه ټینګار، په یوې بهرنۍ مېرمنې د بدخشان د واخان ولسوال د جنسي تېري د ادعاو په څېړنو ټینګار، د تولیدي شته ستندردونو د نه عملي کېدو په موخه د جمعه محمد محمدي صنعتي پارک د یو شمېر صنعت کارانو شکایت، د کابل ښار د علاوالدین روزنتون او همدا راز نورو رزنتونونو کې د یتیمانو ماشومانو د ژوند وضعیت څخه نیوکه  او ځینې نور مسایل په نننۍ غونډه کې مطرح شول.
د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار د یادو مواردو په جمع بندۍ کې دهېواد په څو ولایتونو کې د ملکي وګړو تلفاتو څخه خواشیني څرګنده او ویې ویل، باید دعملیاتو په جریان کې د خلکو ځان او مال ته زیان ونه رسیږي او هغه کسان چې په یادو اعمالو لاس پورې کوي باید تر پوښتنې لاندې ونیول شي او هم یې د امنیتی سکتور د مسوولانو وغوښتل ترڅو د بدخشان او بادغیس ولایتونو او د هېواد د نورو ناامنو سیمو امنیتی وضعیت ته رسیدګي وکړي.
دمجلس رییس د سولې راتلل دهېوادوالو اړتیا او اساسي غوښتنه یاده کړه او څرګنده یې کړه چې د سولې ناستو سره هم مهاله جګړو هم زور اخیستې، معلومه ده چې رښتینې سولې ته د رسېدو لپاره اوږده لار په مخ کې لرو.
د مشرانوجرګې ریيس د جنرال احمدزي له خوا لږول شوي تورونه د هېواد د مېرمنو مبارزو ته سپکاوی وګڼه او ویې ویل، دغه مجلس د ښځو حقوقو د ملاتړو بنسټونو د هرې پرېکړې ملاتړکوي، همداراز یې د ملي سرود د خپرولو په وخت د ځینو کسانو نه درېدل یو ناسم عمل او خلکو او اساسي قانون ته بې احترامي یاده کړه اوڅرګنده یې کړه چې باید دغه کسان د خلکو حساسیت درک او د خپلو دغو عملونو څخه ډډه وکړي.
دغونډې په پای کې د روان اجلاس په بهیر کې د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون کاري رپوټ د سناتورې ګلمرۍ لغمانۍ، د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون رپوټ د سناتور لطف الله بابا، د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون رپوټ د ډاکټر ګل محمد رسولي، د دیني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د کمېسیون رپوټ د مېرمن مینا شیرزاد او د قومونو او قبایلو د چارو د کمېسیون رپوټ د ډاکټر محمداجان منګل له خوا وړاندې شول.پاى\جهان يار

 

Last modified on Tuesday, 16 July 2019 12:46

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.