23 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په روزګان کې د پنځو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د وږي لومړۍ پنځه وسله وال طالبان پرون ماښام...

په هرات کې په يوه ترافيکي پېښه کې د نهو ښځو ټپي کېدل

کابل/ باختر/ د وږي لومړۍ نهه ښځې نن سهار په هرات...

په ننګرهارکې د څو سپکو وسلو او مهماتو ترلاسه کول

کابل/ باختر/ د وږي لومړۍ د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون نوې رئیسه او غړي معرفي شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل\باختر\د چنګاښ ٢٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمداشرف غني د جلا فرمانونو له لارې شهرزاد اکبر د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ريیسې او اسدالله یوسفي، بنفشه یعقوبي، محمدایوب یوسفزی، سیداحسان خلیق، شبنم صالحي، شکرالله مشکور، محمد نعیم نظري او راضیه صیاد د دې کمېسیون د غړې په توګه وټاکل. 
دغه راز جمهور ريیس غني د جلا جلا فرمانونو له لارې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ رئیسه سیما سمر د بشري حقونو او بین المللي اړیکو په چارو کې د جمهوررئیس د ځانګړې استازې او د دولت د وزیرې په توګه وټاکله او د هغې د خدمتونو او کوښښونو د تقدیر او ستاینې په خاطر یې مېرمن سیما سمر ته د مراسمو په لړ کې د علامه سیدجمال الدین افغان دولتي نښان هم ورکړ.
په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې پرځاى شوي وو، د جمهور ريیس دویم مرستیال استاد سرور دانش او د هیواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، یاد فرمانونه د جمهوررئیس ویاند صدیق صدیقي ولوستل.
جمهورريیس غني د یاد نښان له ورکړې وروسته وویل، د ویاړ ځای دی هغه بنسټ چې په تېرو اتلسو کالونو کې یې بېلابېل پړاوونه ووهل، نن یوه نوي پړاو ته داخلېږي.  
جمهور ريیس د سیما سمرله خدمتونو څخه په مننې وویل، ډاډه یم چې نوموړې به نوې دنده هم د هیواد د ملي ګټو مطابق په ښه ډول ترسره کړي.
د هیواد جمهور ريیس د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون نوې ريیسې او غړیو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، ملي ارزښتونه او د اساسي قانون مواد په ځانګړي ډول د هغه دویم فصل چې د اتباعو اساسي حقوق او وجیبې دي او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې مطابق ترتیب شوی، عام فهمه شي او وارداتي ونه ګڼل شي.
د هیواد جمهور ريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، له ملت، اساسي قانون او له ملي اسلامي ارزښتونو سره د ژمنې نوي کول زموږ د ټولو له وجیبو څخه دي.
په دغو مراسمو کې سیما سمر وویل، زه ویاړم چې د لومړي ځل لپاره مې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ریاست په غاړه واخیست او نن دا کمېسیون د سیمې او نړۍ په کچه یوه بېلګه ده. 
سیما سمر، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له همکارانو، رسنیو او همکارو هیوادونو مننه وکړه چې د بشري حقونو د تامین او د انساني کرامت د خوندیتوب په خاطر یې زموږ ملاتړ وکړ.
هغې زیاته کړه، زموږ هيله داده چې دولت د کمېسیون لاسته راوړنې خوندي او پیاوړې کړي او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نوې رهبري په تازه انرژۍ کار وکړي او خلک له تبعیض او بې عدالتۍ څخه وساتي.
د یادونې وړ ده، چې جمهور ريیس، اجرائیه ريیس او د جمهور ريیس دویم مرستیال په شرایطو له برابرو کسانو سره مرکې کړې وې او د دوی له منځه ۹ کسان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د نویو غړو په توګه وټاکل شول.پاى\فضل واحد

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.