22 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

کابل\ باختر \ د زمري ٣١ مه د افغانستان د اسلامي...

 په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري ٣١ مه شل وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد اجرايیه رییس: د طالبانو متناقضې غوښتنې د سولې بهیرله ډب سره مخامخ کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه
د هېواد اجراییه رییس پرون د سولې په تحليلي کنفرانس کې وویل، چې د سولې په بهیرکې د طالبانوغوښتنې متناقضې او غیرعملي دي .
باختراژانس ته د اجراییه ریاست د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، ډاکترعبدالله عبدالله په دغه کنفرانس کې چې په کابل کې جوړشوی و وویل، چې طالبان هم له افغانستان څخه د بهرنیوځواکونو وتل غواړي، خو خبروته حاضرنه دي ، دا ممکن نه دي .
ډاکترعبدالله عبدالله وویل چې باید له سولې سره سراسري امنیت راشي نه دا چې یوه ډله موافقه وکړي او له بلې ډلې سره ملاتړ وشي چې جګړې او د افغانستان د خلکو وژنې ته دوام ورکوي، ځکه چې دغه شان سوله مانا نه لرې .
د هېواد اجراییه رییس ټینګاروکړ، چې طالبان دې په دې فکر ونه اوسي چې امریکایان له افغانستان څخه ووځې او له هغه وروسته په زور سره خپلې موخې ته لاسرسی پیدا کوي .
ډاکتر عبدالله عبدالله وویل: که چېرې طالبان په سولې باورمند وي، له اوربند سره دې موافقه وکړي.
هغه وويل: د مخامخو او مستقیمو خبرو وخت را رسېدلی دی، خو د افغانستان د راتلونکي او برخلیک په باره کې خلک تصمیم نیسي.
اجراییه رییس څرګنده کړه، چې د افغانستان اکثریت خلک سوله غواړي او د هغې تحقق خپل اصلي لومړیتوب بولي، په دې صورت کې د جکړې زیات مسوولیت طالبانوته متوجه دی .
ډاکتر عبدالله عبدالله د سولې کورني اړخ ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې که چېرې موږ و نه کړای شو د سولې په بهیر کې یو واحد غږ ولرو باید بل  څوک هم ملامت نه کړو .
د هېواد اجراییه رییس د قطر په غونډه کې د المان له نوښت څخه د قدردانۍ په څرګندولو سره وویل، چې دغه هېواد د هیئت په انتخاب کې چاره نه درلوده که چېرې د پخوا په شان یې د هیئت ترکیب د افغانستان لوري ته پریښی وی په اوونیو اوونیو یی دوام کاوه او بی پایلې پاتې کیده، ځکه ټول د خپلو افرادو په شتون باندې ټینګار کوي .
ډاکټر عبدالله عبدالله زياته کړه، چې د سولې په اړوند چلندونه بايد مسوولانه وي، د افغانستان خلک چاته اجازه نه ورکوي چې د خپلو ګټو په خاطر د سولې خنډ شي.
په پاى کې ډاکټر  عبدالله عبد الله د دې غونډې د جوړولو د مسوول مسعود عزيزي له نوښت قدرداني وکړه او دغه غونډې يې ګټورې او د غوټو پرانيستونکې وبللې.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.