15 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په...

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د مشرانو جرګې يو شمېر غړو پرون د فراه له...

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د هرات د صنعت او سوداګرۍ ادارې مسوولينو د تېرکال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حامد کرزي د ارزګان د عالمانو شورا پر رئیس تروریستي برید په کلکه وغانده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دتلې ١٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي هغه تروریستي برید په کلکه وغانده چې له امله یې د ارزګان ولایت د علماوو شورا رئیس مولوی عبدالصمد په شهادت ورسېد.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې په دې اړوند دجمهوري رياست دفتر له لاري باختر اژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي
د افغانستان د خلکو او سولې دښمنانو نن له غرمې مخکې د ترینکوټ اړوند د خیرو کارېز کلي ته څېرمه د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا غړی او د ارزګان د عالمانو د شورا رئیس مولوی عبدالصمد د یوه وسله وال تروریستي برید په ترڅ کې په شهادت ورساوه.
د  افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس ددغه ناځوانمردانه او وحشي عمل د غندلو په ترڅ کې وویل: مولوي صاحب عبدالصمد دیني عالم، خیر غوښتونکی او مصلح شخص ؤ چې د خلکو د سیمه ایزو ستونزو په حل کې یې مهم رول درلود.
حامد کرزي وویل: د مولوي صاحب عبدالصمد په څېر د افغانستان د خدمتګارو او مخورو اشخاصو په شهادت سره به د افغانستان دښمنان د هېواد د ناآرامۍ شومې موخې ته ونه رسېږي، بلکې د افغانستان خلک به د خپل وحدت او یووالي او ترقۍ لپاره لا سره یو موټی او متحد شي.
حامد کرزی د مولوی عبدالصمد کورنۍ او خپلوانو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او دوی ته د لوی خدای ج له دربار څخه د جمیل صبر هیله کوي
 

Last modified on Tuesday, 09 October 2012 03:43

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.