15 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په...

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د مشرانو جرګې يو شمېر غړو پرون د فراه له...

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د هرات د صنعت او سوداګرۍ ادارې مسوولينو د تېرکال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د چارو د ادارې لوى رييس د مشرانو جرګې رييس ته معلومات ورکړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\د چنګاښ ٣٠ مه
د جمهوري ریاست د چارو د ادارې لوی رییس او د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کالیزې د جشن د نمانځنې دعالي کمېسیون د دارالانشاء رييس سید عبدالوحید قتالي د جشن د ښه لمانځلو په موخه د یاد کمېسیون د تیاریو څخه دمشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار ته معلومات وړاندې کړل.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
دغه کتنه چې دملي شورا په مقر کې ترسره شوه، د جمهوري ریاست د چارو د ادارې لوی رییس سیدعبدالوحید قتالي وویل، دهېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کالیزې د لا ښه نمانځلو په موخه د جشن دجوړېدو کمېسیون دشپاړسو کاري کمېټو لخوا دهېواد په ټولو ولایتونو کې ددیني، فرهنګي او تاریخي پروګرامونو تر څنګ یو لړ نور اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.
ښاغلي قتالي زیاته کړه، د دې لپاره چې دافغانستان ټول قومونه په دغه تاریخي جشن کې ځان شریک وګڼي، د هېواد له بېلا بېلو قشرونو سره پراخې اړیکې نیول شوي دي او له بلې خوا دهېواده بهر افغان کډوال هم د خپلواکۍ جشن نمانځي، نوموړي دمشرانو جرګې رئیس څخه د خپلو او دجرګې دغړو دسپارښتنو او نظریو غوښتونکی شو.
دمشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار د مجلس او د جمهوري ریاست د چارو ادارې تر منځ د کاري اړیکو په لا پیاوړتیا او پراخوالي دټینګار ترڅنګ وویل چې مشرانو جرګه د هېواد دټولو ملي ارزښتونو او پروګرامونو ملاتړې او مدافع ده او د اړتیا په صورت کې چمتو ده چې د دغه تاریخي او ملي لوی مناسبت څخه د لمانځلو په موخه خپله ونډه ترسره کړي.
مسلم یار هیله څرګنده کړه چې باید هرکال د غویې د اتمې د افغانستان د اسلامي انقلاب د بریالیتوب څخه چې د هېواد دتاریخې مهمو پېښو څخه ده، ښه نمانځنه وشي.
پاى\جهان يار

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.