22 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

کابل\ باختر \ د زمري ٣١ مه د افغانستان د اسلامي...

 په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري ٣١ مه شل وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مطبوعاتي اعلاميه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\د چنګاښ ٣١ مه
په ايران کې  د يوه ماشوم د وهلو ډبولو د فلم د خپرولو په اړوند د مهاجرينو د راستنولو چارو وزارت  مطبوعاتي اعلاميه.
په دې وروستيو وختو کې يو لنډ فلم په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي او ښيي چې گڼې يو افغان ماشوم د ايران  د ښاروالۍ د يوه مامور له خوا  وهل کېږي. د مهاجرينو د راستنولوچارو وزارت په کوربه هېوادونو کې د مهاجرينو د انساني کرامت ته د بې احترامۍ په اړوند د وهلو او ډبولو او ځورونې  هر راز چلند د مهاجرت په برخه کې د هر راز ميثاقونو، ژمنې او د بشر د حقوقو پرخلاف بولي.
دغه اداره په کوربه هېوادونوکې د مهاجرينو د بشري او ټولنيزو حقوقو ملاتړ او دفاع خپل اساسي مسووليت بولي او په دې برخه کې  د هر راز سرغړونو څارنه  او څېړنه کوي.
د مهاجرينو د راستنولو چارو وزارت  د ماشوم  د هويت  د معلومولو په مقصد  د هېواد له بهرنيو چارو وزارت او په ايران کې د افغانستان  د سفارت دهمکارۍ غوښتنه کړې ده  او د دغه ماشوم د افغاني هويت  د تاييد په صورت کې به  د ايران  د اسلامي جمهوريت  له مسوولو مقاماتو څخه غوښتنه کوي  چې د مهاجرينو بشري او انساني حقوقو او د مهاجرت د برخې ميثاقونو ته پاملرنه وکړي او تورن سړى مجازات کړي .
دغه راز  د بهرنيو چارو له و زارت څخه هم غوښتنه کوي  چې د دغه ماشوم د افغاني هويت د تاييد په صورت کې دې موضوع  له سياسي لارو تعقيب کړي او د تورن  سړي  د مجازاتوغوښتنه دې وکړي .
  ختم_ ج _اکرم

Last modified on Monday, 22 July 2019 13:10

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.