24 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دغور ځوانانودحکومت دژمنې  دعملي کېدو غوښتنه وکړه .

دغور ځوانانودحکومت دژمنې دعملي کېدو غوښتنه وکړه .

کابل // دسلواغي ٣مه / باختر : دغور ځوانانو په...

دملي ټيم لوبغاړى آدم نجم  دپولند له ليک سره  يوځاى شو .

دملي ټيم لوبغاړى آدم نجم دپولند له ليک سره يوځاى شو .

کابل // دسلواغي ٣مه / باختر : دافغانستان دفوټبال دملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مشرانوجرګې رییس د چین د ولسي جمهوریت له سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار نن د ملي شورا په مقر کې د چین د ولسي جمهوریت له سفیر لیوجنسانګ سره د مخه ښې کتنه وکړه.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د مشرانو جرګې رییس ته د چین د ولسي جمهوریت رسمي بلنه ورکړ شوه او له افغانستان سره د دغه هېواد د لا زیاتو مرستو، د جمهوري رياست د ټاکنو ترسره کېدو، له ترهګرو ډلو سره د مبارزې، د سولې بهیر او له افغان دولت سره د خبرو لپاره د پاکستان او طالبانو د اړ ايستلو په اړه خبرې و شوې.
ښاغلي لیوجنسانګ وویل: چین په افغانستان او سیمه کې د سولې د ټینګښت غوښتونکی دی او پاکستان به دې ته اړ کړي چې د افغانستان سولې په برخه کې شته فرصت له لاسه ورنه کړي او د افغانستان له وسله والو مخالفینو سره د همکارۍ لاس واخلي.
د مشرانو جرګې رییس د لیو جنسانګ د هڅو مننه وکړه او ويې وویل: د چین د خلکو جمهوریت په زياترو مواردو کې د یوه ښه ګاونډي په توګه زموږ له خلکو سره مرستې کړې او هیله من یو چې چین د یوه لوی اقتصادي هېواد په توګه د سیمې او په ځانګړې توګه د افغانستان په سولې پورې اړوندو مسایلو کې مهم رول ولوبوي.
د مشرانو جرګې رییس زیاته کړه: ترهګر ښه او بد نه لري او دغه شومه پدیده چې د کلونو راهیسې له افغانانو څخه قربانۍ اخلي، باید د یوشمېرهېوادونو د ګټو د خوندیتوب لپاره وسیله و نه ګرځي.
مسلم یار د افغانستان په سولې بهیر کې خوشبینیو او اندېښنو ته په اشارې سره وویل چې د افغانستان نړیوال همکاران باید له هر ډول پټو معاملو څخه ډډه وکړي او د افغانستان حکومت او مخالفینو ترمنځ د ناستو زمینه برابره کړي.
دغه راز یې د رڼو، سراسري اوعادلانه ټاکنو جوړېدل د هېوادوالو غوښتنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې حکومت او په تېره بيا د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې برخه کې خپل مکلفیتونه په ښه توګه ترسره کړي.#
پاى – ذ

 

Last modified on Tuesday, 23 July 2019 04:32

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.